د افغانستان اساسی قانون لس کلن شو: کومې ستونزې مطرحې دی؟

د افغانستان اساسی قانون لس کلن شو: کومې ستونزې مطرحې دی؟

Back

برجسته ټکی

لیکوالان داکتر محمد هاشم کمالى
د مقالی ډول موضوع پاڼه
موضوع حکومتولی او سیاسی اقتصاد
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اگست 28, 2014
ټولټال مخونه ۵٩
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح

د ۲۰۱۴ ز. کال په جنوری کې د افغانستان د اوسنی اساسی قانون لسمه کلیزه پوره شوه. په دې موده کې د اساسی قانون د متن د ابهاماتو او همدارنګه د مرکزی قدرت د اصلی موقف په اړه یو لړ له بحثونو ډکې مسلې مطرحې شوې دی. البته په نوی اساسی قانون کې د ابهاماتو شتوالی، غیرمنتظره چاره نه ده. پوښتنه دا ده، چې آیا پخپله اساسی قانون او هغه بنسټونه او ادارې، چې دغه اساسی قانون یې رامنځ ته کړی، د دې وړتیا لری، چې د اساسی قانون او د قانون د واکمنۍ د لا زیاتې پیاوړتیا په موخه، دغه ابهامات حل او لرې کړی اوکنه. د هر متن او ژبې کلمې د خپلې ځانګړنې له مخې، ټولیزه بڼه لری او په ناڅاپی حالتونو او پیښو کې په کار نه وړل کېږی. ټول عمده قانونی دودونه په دې خبره پوه دی او داسې لارښوونې وړاندې کوی، ترڅو د مهمو متنونو- لکه د قرآن کریم- په تفسیر کې آسانتیاوې رامنځته کړی. دا موضوع کېدای شی په عمومی متن کې، د پیچلو کلمو او جملو د ځانګړتیاوو یا په متن کې د مطلق کیفیت په روښانولو کې ونډه ولری. د اسلامی قوانینو سیستم د قوانینو د تفیسر په اړه د تفصیلاتو په وړاندې کولو سره، ځانګړی او ښکاره ځانګړتیاوې لری.

د پلټنې فلټر

to


x