په افغانستان کې د میرمنو او رهبرۍ معما: درسونه او وړاندیزونه

په افغانستان کې د میرمنو او رهبرۍ معما: درسونه او وړاندیزونه

Back

برجسته ټکی

لیکوالان آریا نجات
د مقالی ډول د پالیسۍ نوټ
موضوع جنسیت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه جنوری 07, 2015
ټولټال مخونه ۴
د لاسرسی وړ په English | پشتو
تشریح

افغانستان کلیواله ټولنه ده چې دودونه، مذهب او نارینه پکې واکمن دی. نژدې په ټولو کچو کې پریکړې له پاسه نه ښکته کیږی او ډیره برخه یې نارسمی وی. د شخصیت په جوړولو کې توکمیز جوړښت، ټولنیز امتیاز، ثروت او یا هم رسمی او نارسمی اقتدار(واک) چې ښایی سرچینه یې له همدغو یادو شویو فکتورونه څخه یو وی، مهم رول لری. زرې موټر او یا د شخصی ساتونکو شمیر هم د افغانستان په څیر ټولنه کې د شخصیت له جوړولو سره تړلی بلل کیږی. په افغان ټولنه کې، چې ښځې پکې دویمه درجه وګړی بلل کیږی، د عامو خلکو نظر مهم دی خو په خپل ذات کې ممتاز خلک پکې واکمنان دی او نارینه له زړونو پکې له میرمنو بیزاره دی. په دغه ډول ټولنه کې تل څلورو میرمنوته، چې هغه به د چا مور، یا خور، میرمن او یا هم لور وی، درناوی کیږی خو له دې پرته د نورو ټولنیزو اړیکو لرونکو میرمنو ته په کمه سترګه کتل کیږی.

د پلټنې فلټر

to


x