
30 Jul د افغانستان په اساسی قانون کی د قوا وو جلا والی یوه موضوعی مطالعه
Posted at 11:24h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | ارونی جیا کودی, فرید حمیدی |
---|---|
د مقالی ډول | موضوع پاڼه |
موضوع | اساسی قانون |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | جولای 30, 2015 |
ټولټال مخونه | ۵٠ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د افغانستان په اساسی قانون کې د قواوو جلاوالی هم د کاغذ پر مخ او هم په پلی کیدو کې نیمګړتیاوی لری. قدرت په ټینګه ټوګه د قضاییه او مقننه قواوو په ضرر او د اجرایه قوی په ګټه تعریف شوی دی، د وخت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین سپنتا پر وړاندی د نه باور رایه د اساسی قانون ابهام او پیچلتوب ښکاره او همدا ډول د دولت د هری څانګې د کړنو کمزورتیاوی وښودله. راتلونکې سیاسی ستونزو څو څو ځله د اوسنی قانون جوړښټ بربنډ کړ. او دا خبره یې جوته کړه چې په ډیرو سختو حالتونو کې د دولت هیڅ څانګه نه غواړی چې د اساسی قانون پر اساس د نورو څانګو دندی او صلاحیتونه ومنی. اوسنۍ موضوعی مطالعه معلوموی چې د افغانستان په اساسی قانون کې قواوی سره څنکه جلاء شوی دی او د ډآکټر سپنتا په اړه د نه باور رای ته په پاملرنی سره ارزونه کوی چې د قواوو جلاوالی په عمل کې څرنګه پلی شوی ده. |