په افغانستان کې د اساسی حقونو تدریجی تکامل: ۱۹۲۴- ۲۰۰۴

په افغانستان کې د اساسی حقونو تدریجی تکامل: ۱۹۲۴- ۲۰۰۴

Back

برجسته ټکی

لیکوالان ارونی جیا کودی
د مقالی ډول د پالیسۍ نوټ
موضوع اساسی قانون
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه مې 11, 2015
ټولټال مخونه ۴
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
افغانستان له ۱۹۲۴ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې شپږ اساسی قوانین درلودلی دی چې هر یوه یی د اساسی حقونو د ملاتړ مختلفې کچې وړاندې کړی دی. د ۱۹۳۱ او ۱۹۶۴ کلونو اساسی قوانینو د اساسی حقونو تر ټولو لوړې کچې درلودلی دی. سره له دې، یوې قوی سیاسی طبقې هیڅکله له دې پرمختلونکو لاس ته راوړنو څخه ملاتړ کړی نه دی. د سمونې دغه ټولې هڅې له پورته څخه ښکته ته وې او په عمده توګه د لیبرال فکره واکمنانو له خوا رامینځ ته شوی دی. په دې توګه، د ۱۹۳۱ او ۱۹۶۴ کلونو د اساسی قوانینو مترقی لاس ته راوړنې یوازې د هغو خلکو له خوا له ماتې سره مخامخ شوې چې د هغو دګټو لپاره جوړې شوې. په همدې ډول، د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون هم د نخبه او وتلو کسانو له خوا رامینځ ته شو، او له پاسه څخه ښکته جریان ګڼل کیږی. د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون د افغانستان په قانونی او حقوقی تاریخ کې یوه خورا مهمه پیښه ګڼل کیږی او په ټوله اسلامی نړۍ کې خورا مترقی او پرمختللی اساسی قانون شمیرل کیږی. دغه اساسی قانون نه یوازې مدنی او سیاسی حقونه بلکې همدا ډول ټولنیز، اقتصادی او فرهنګی حقونه د نړیوالو بشری حقونو له تړونونو سره سم تامینوی. د تیرې لسیزې په موده کې یو شمیر متنی ابهامونو د اساسی حقونو په تطبیق باندې اغیزه کړی ده؛ د بیلګی په توګه د اسلامی قوانینو په انطباق پورې تړلی موضوع، او همدا ډول په پرمختیایی او امنیتی ستونزو پورې تړلې موضوعګانې یادولای شو. په هرحال، له دغو ستونزو سره سره، د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون له یوې لسیزی څخه ډیره موده زغم کړی او په افغانستان کې یې د اساسی حقونو د ساتنې په لار کې مهم پرمختګونه کړی دی.

د پلټنې فلټر

to


x