
10 Aug په افغانستان کې د ملکی خدمتونو سمونه:
Posted at 08:41h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | سید حشمت الله هاشمی, گیرهارد لاوت |
---|---|
د مقالی ډول | موضوع پاڼه |
موضوع | حکومتولی او سیاسی اقتصاد |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | اگست 10, 2016 |
ټولټال مخونه | ۶٢ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د Govern4Afg پروګرام چې د جرمنی او افغان ګډونوالو له خوا عملی کیږی، ډیر پروخت اقدام دی، ځکه چې زموږ په هیواد کې د حکومت کولو په اړه د پالیسی په هکله د بحث لپاره یو دریځ را مینځ ته کوی. څیړونکی او پالیسی جوړونکی پر شواهدو ولاړ داسې بحث رامینځ ته کوی چې په حکومتی برخه کې پرمختیائی همکاری غښتلې کوی.د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون (IARCSC) په 200 2 کال کې د خپل تأسیس څخه را هیسې، د قانون پر اساس د ملکی خدمتونو د سمونې (CSR) د بهیر لارښوونه کوی، دیو لړ جوړیښتیزو سمو نو نوښت په غاړه لری. په پخوا کې، د اصلاحاتو لارښوونه په ټینګه سره د مرسته کوونکو له خوا ترسره کیدله چې پایله ئی د موازی اداری جوړښتونو را مینځ ته کیدل وو. په ټولیزه توګه، ټولو اصلاحاتو مثبتې پایلې درلودې، خو دغه پایلې د ملکی خدمتونو د دوام لرونکی ظرفیت د رامینځ ته کیدلو لاملونه نه برابرول.
سربیره پردې، نوموړې لیکنه هغه خنډونه او ستونزې په ګوته کوی چې د اصلاحاتو او سمونونو د مخنیوی سبب ګرځی. په دې هکله چې څنګه د سمونې نامالوم بهیر روښانه شی او د ملکی خدمتونو د سمونې (CSR) د پروګرامونو د تطبیق د چټکتیا لپاره دداسې سپارښتونو وړاندیز کیږی چې ځینې ئې له ډیر وخت راهیسې شتون لری. |