دکډوالۍحکومتولۍ: په افغانستان کی د مفاهیمو او نهادونو کاری چوکات وده

دکډوالۍحکومتولۍ: په افغانستان کی د مفاهیمو او نهادونو کاری چوکات وده

Back

برجسته ټکی

لیکوالان ولی محمد کندیوال, هلن سی سی
د مقالی ډول د پالیسۍ نوټ
موضوع حکومتولی او سیاسی اقتصاد
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه جون 12, 2017
ټولټال مخونه ۴
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
د وګړو د بې ځایه کېدو له مخ په زیاتېدونکو ګواښونو سره هممهاله، چې په افغانستان کې عامه خدمتونه ننګوی، د کډوالۍ حکومتولی د افغان حکومت او نړیوالو شریکانو پر کلیدی لومړیتوب بدل شویدی. په داسې حال کې چې کډوالی او له خپلو هستوګنو څخه بې ځایه کېدل، له تېرو لسیزو د افغانستان د ټولنې ثابتې ځانګړنې ګڼل کېږی، خو په وروستیو کې له خپلو سیمو څخه د بې ځایه کېدو پراخې او پیچلې څپې، د هېواد ثبات او پرمختیا له نوی ګواښ سره مخ کړې ده. د یو اټکل له مخې، د ۲۰۱۵ ز. کال له پیله، ۲۵۰،۰۰۰ افغانانو خپل هېواد پرېښی، چې دغه چاره، په اروپا کې د کډوالی او مهاجرت له روان بحران سره مرسته کوی. تمه کېږی، چې له دغه شمېر څخه، د پام وړ سلنه یې رد او بېرته افغانستان ته وګرځول شی. دغه لړۍ، له پاکستان اوایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ریکارډ راستنېدنې سره هممهاله ده چې په ۲۰۱۶ ز. کال، تر یو میلون پورې کډوال راستانه شوی دی.. همدارنګه ، د داخلی بې ځایه کېدو کچه هم لوړه ده، چې د یو اټکل له مخې، یو میلیون افغانان د هېواد دننه له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوی دی. نو د کډوالۍ بحران ته د یو جامع ځواب بیړنۍ اړتیا لیدل کېږی چې په افغانستان کې د دولت جوړونې پر لړزاند پړاو ېې د اغېزې کچه راټیټه شی.

د پلټنې فلټر

to


x