
22 Aug په افغانستان کې قضایی بیا کتنه
Posted at 09:37h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | غزال حارس |
---|---|
د مقالی ډول | د پالیسۍ نوټ |
موضوع | اساسی قانون |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | اگست 22, 2017 |
ټولټال مخونه | ۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون د پخوانیو اساسی قوانینو په پرتله د قواوو د کنترول او توازن لپاره ډېرو میکانیزمونو ته ځای ورکړی دی. د نورو تر څنگ، قضایی بیا کتنه چې د قانون د واکمنی او د اساسی قانون پر بنسټ د یوه حکومت اساسی عنصر دی او د اوسنیو اساسی قوانینو یو کلیدی جز دی پکې شاملیږی.
د اساسی قانون ۱۲۱ ماده د افغانستان د اساسی قانون په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره سترې محکمې ته واک ورکوی چې د عادی قوانینو مطابقت له اساسی قانون سره و ارزوی، څو د اساسی قانون تفوق تقویه او وساتل شی او د دولت د مقننه او اجرائیه قواوو امور تر قضایی کتنې لاندې راشی. په دې برسېره، د اساسی قانون ۱۵۷ ماده د اساسی قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون ایجادوی چې د اساسی قانون دقیق تطبیق او د تطبیق د پروسې گام په گام څارنه یقینی شی. |