د کنټرول او نفوذ درک کول: د کوکنارو کښت او مالیات موږ ته د افغانستان د دولت د واکمنی په اړه څه وایی؟

د کنټرول او نفوذ درک کول: د کوکنارو کښت او مالیات موږ ته د افغانستان د دولت د واکمنی په اړه څه وایی؟

Back

برجسته ټکی

لیکوالان ډیویډ منسفیلد
د مقالی ډول موضوعې څېړنه
موضوع د طبیعی زیرمو مدیریت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اپریل 15, 2018
ټولټال مخونه ٧٢
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
یو شمېر سازمانونو هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د حکومت د کنټرول ساحې وپېژنی. 1 څرنگه چې دغه مسأله په رسنیو او رسمی راپورونو کې ډېر ځله ذکر شوې ده، دغه لیکنه هغې طریقې ته یوه انتقادی کتنه کوی چې د شمالی اتلانتیک د معاهدې سازمان  )ناتو( او په افغانستان کې د امریکا د متحده آیالاتو ځواکونه ) USFORA ( یې په افغانستان کې د حکومت د کنټرول او نفوذ د سنجش کولو لپاره په کاروی. دغه لیکنه د اوسنی روش حدود په هغه چوکاټ کې دننه توضیح کوی چې تر اوسه د میتودولوجې په هکله پېژندل شوی دی. راپور ښیی چې په خلکو یا یوې ساحې باندې د دولت یا یاغیانو د "کنټرول" مفهوم نه یوازې په افغانستان کې د دولت له تاریخی مفهوم سره تصادم کوی بلکې د هیواد په لویو برخو کې له اوسنیو حوادثو سره هم په ټکر کې دی. راپور څرگندوی چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو له خوا د "د دولت نفوذ"، "د یاغیانو نفوذ" او "متنازعی" منل شوې کتگورۍ یو بل نه نفی کوی او استدلال کوی چې د ولسوالیو په کچه ارزونې په کافی ډول تفصیلات نه وړاندې کوی څو توضیح کړی چې یاغی قوتونه په یوه ساحه څنگه نفوذ غورځوی، په کلیوالی ټولنو کې خپل موقف تقویه کوی مخکې له دې چې خپل موقف تقویه او د ولسوالی یا ولایتی مرکز محاصره کړی

د پلټنې فلټر

to


x