
15 Apr د هلمند د خوړو زون په رښتنی معنا بې ساری: د هلمند د خوړو زون څنگه په دې ولایت کې د کوکنارو د تولید ظرفیت لوړ کړ؟
Posted at 10:12h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | ډیویډ منسفیلد |
---|---|
د مقالی ډول | موضوعې څېړنه |
موضوع | د طبیعی زیرمو مدیریت |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | اپریل 15, 2018 |
ټولټال مخونه | ۶٠ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د هلمند د خوړو د زون ) HFZ ( موخه دا وه چې د کوکنارو په کښت کې چټک او د پام وړ کموالی راولی. دغه پروگرام د امریکا او د برطانیې د حکومتونو له خوا د 2008 او2012 کال د منی تر منځ د 12 او18 میلیونو امریکایی ډالرو په منځ کې تمویل شوی و. له پروگرام سره یو ځای د افغانی او بین المللی ځواکونو په شمېر کې چې په هلمند کې جنگېدل زیاتوالی راغی او ورسره د انکشافی مرستو ونډه هم لوړه شوه چې د "ناڅاپی زیاتوالی" په نوم یاده شوې. د هلمند د خوړو د زون او د ناڅاپی زیاتوالی په موده کې د ناتو سازمان د افغانستان د اسلامی جمهوریت له حکومت سره مرسته وکړه چې په مرکزی هلمند کې خپله ولکه وغځوی؛ "د لارو د تقاطع په هره نقطه" کې امنیتی اډې جوړې شوې، حکومتی خدماتو ته لاس رسی لکه روغتیا او معارف د پام وړ پرمختگ وکړ، او د کوکنارو د کښت کچه په 2008 کال کې له 103590 هکتار څخه په 2012 کال کې 53307 هکتارو ته راولوېده. خو پوښتنه دا ده چې د هلمند د خوړو د زون د دورې له پای څخه پینځه کاله وروسته او له هلمند څخه د بهرنیو پوځی ځواکونو له ایستلو څخه درې کاله وروسته حالات اوس مهال څنگه دی؟ دغه راپور په ژورو څېړنو او د 2008 او2017 کلونو تر منځ د لوړ کیفیت د تصویرونو پر بنسټ ولاړ دی څو ښکاره کړی چې د هلمند د خوړو زون او د ناڅاپی زیاتوالی پروگرامونه څومره بې ثباته وختل.
|