
09 Oct په افغانستان کې د بحران په وړاندې د اروپایی اتحادیې د غبرګون ارزونه
Posted at 15:13h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | چونا آر. ایچاویز, قیوم سروش |
---|---|
د مقالی ډول | توضیحی پاڼه |
موضوع | ټولنیز خوندیتوب |
ژبه | پشتو |
د خپرېدو نېټه | اکتوبر 09, 2019 |
ټولټال مخونه | ٨ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
اروپایی اتحادیه د خپلو غړو دولتونو سره د افغانستان لپاره کلیدی مرسته کونکی دی چې له کال ۲۰۰۲ څخه تر کال ۲۰۱۰ پورې یې له افغانستان سره نژدې ۸ ملیارد یورو مرسته کړې. له نړیوالو همکارانو سره په ګډه، اروپایی اتحادیې د ټینګښت او بیا رغونی په هڅو کې ډېره مهمه ونډه درلوده. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنی له نسکورېدو وروسته، نړیوالی ټولنی له بیلابیلو افغانی، سیاسی نخبه ګانو سره یو ځای په بن کې د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې راغونډ شول او په پایله کې یې د بن تړون تصویب کړه. دې تړون په افغانستان کې موقته اداره وټاکله او دغه راز نړیوال پوځی ځواکونه یې وګمارل چې د کابل او نورو ولایتونو د امنیت په برخه کې له نوې اداری سره مرسته وکړی. اروپایی اتحادیی او د هغی غړو دولتونو تړون وکړه چې له افغانستان سره د قانون د واکمنی د یوه پیاوړی چوکاټ په تاسیسولو کې مرسته وکړی. |