په افغانستان کې د کوچی- ځایی شخړې ډولونه

په افغانستان کې د کوچی- ځایی شخړې ډولونه

Back

برجسته ټکی

لیکوالان داکتر انتونیو جیستوزی
ټایپول موضوعې څېړنه
موضوع د طبیعی زیرمو مدیریت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه جون 26, 2018
ټولټال مخونه ۴٢
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
که څه هم د سرحدونو او د کډوالۍ د وختونو په تړاو شخړې په افغانستان کې د کوچی او بزګر ترمنځ د اړیکو یو اړین اړخ  دی. د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداری دغې جاری پروژې موندلې چې د شخړو نوی ډولونه راټوکیدلی دی. سیاسی ګوندونه، سازمانونه او د فشار ګروپونه په افغانستان کې نن ورځ له شخړو څخه د پخوا په پرتله ډېر نقش لری او ټولنې په دې ډول د پخوا په نسبت په اسانی سره د ګروپی  کړنو لپاره راټولیږی. د دغه بدلون یوه مستقیمه پایله دا ده چې څړځایونو ته د لاسرسی په تړاو شخړې رامنځ ته شوې: ټولنې یوازې د تنظیم شویو کړنو د قابلیت له وجې کولای شی ډېرو سیمو ته د کوچیانو د لاسرسی مخنیوی وکړی لکه څنګه چې په هزاره جاتو کې پیښ شول. سره له دې، د عمومی تصور له مخې، د کوچې/ بزګر د شخړو ډېر اړین شکل اوس د دولتی ځمکو پر تخصیص راڅرخی کومې چې په معمول ډول څړځایونه بلل کیږی. بزګران او ځای پر ځای شوی کوچی ټولنې، دواړه هڅې کوی چې په څړځایونو باندې ودانۍ جوړې کړی یا یې د کرنې لپاره وکاروی. دغه هڅې د ښاری ودې او د نفوسو د فشار له وجې کیږی. دغه بدلون د ځایی خلکو او ځای پر ځای کیدونکو ټولنو یا د ځایی- ټولنو او ځای پر ځای کیدونکو ټولنو او کوچی ټولنو ترمنځ شخړې رامنځ ته کوی. دغه کوچی ټولنې غواړی خپل څاروی هغو څړځایونو ته بوځی چې غصب شوی دی. د سرحدونو او په کرنیزو ځمکو باندې تیری د یوې مسألې په حیث پاتې ده او د بزګرانو ټولنې دې ته هڅوی چې د کوچیانو د لاسرسی مخنیوی وکړی، خو تاوتریخجن ټکرونه په ندرت سره یوازې د دغو تیریو په پایله کې رامنځ ته کیږی. د پروژې په دې پړاو کې د پالیسی لپاره یوه سپارښتنه دا ده، چې افغان چارواکی نور باید په چټکۍ سره پالیسی طرحه کړی، چې  له لیاری یې د ښاری ودې یا کرنیزو کړنو لپاره ځینې څړځایونه تخصیص شی.

د پلټنې فلټر

to


x