12 Mar ښاری خوندیتوب: په افغانستان کې د ښاری سولې جوړونې پروګرام ته یوه بیاکتنه
Posted at 05:00h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | یما ترابی |
---|---|
د مقالی ډول | د پالیسۍ نوټ |
موضوع | ټولنیز خوندیتوب |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | مارچ 12, 2018 |
ټولټال مخونه | ۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
په افغانستان کې د پالیسی په چاپیریال کی، د ښاروالی په بودجې کې دننه او له هغې څخه بهر پروګرامونو او اداری قواعدو او اجرااتو کې د ښاری خوندیتوب مفهوم په نسبی توګه نوی بریښی. په وروستیو شپاړس کلونو کې د چټک ښاریتوب بهیر ځانګړې زیان منونکی، محرومیت او نه خوندیتوبونه رامینځ ته کړی دی. هغه ټولنیز ښاری جوړښت چې پخوا ئې شتون درلود او تریوې کچې ئې د یووالی او امنیت احساس ډاډمن کاوه د ډیرو لویو ښارونو په مرکزونو کې له مینځه تللی دی. په پایله کې ښځې او ځوانان له ځانګړو امنیتی خطرونو سره مخامخ شوی دی. ډیر عمده ښارونه د غیر رسمی )بی نظمه، ګډوډ( میشت کیدلو او دننه بې ځایه کیدونکو په لنډ مهاله استوګن ځایونو باندې بدل شوی دی. ښاریان د ښاری خوندیتوب په ښه والی کې ونډه نه اخلی. د ښاری خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیتونه ددې وړتیا نه لری چې د چټک ښاریتوب سره ځان عیار کړی او د ښاری حکومتولۍ پالیسی لاتراوسه د جوړیدو په بهیر کې دی. |