ولاړې اوبه ژورې ځی: د کوکنارو ناقانونه کښت او د سویل لویدیز افغانستان د دښتو بدلون

ولاړې اوبه ژورې ځی: د کوکنارو ناقانونه کښت او د سویل لویدیز افغانستان د دښتو بدلون

Back

برجسته ټکی

لیکوالان ډیویډ منسفیلد
د مقالی ډول موضوعې څېړنه
موضوع د طبیعی زیرمو مدیریت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه جولای 21, 2018
ټولټال مخونه ۴٠
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
د افغانستان حکومت او بهرنیو ځواکونو د کوکنارو د زیرمو د ویجاړولو او کرکیلی په وړاندې مبارزه پیل کړی ده ترڅو د جګړه مارو ډلو د ملاتړ جرړی راوباسی او په هیواد کې د مخدره توکو تولید او قاچاق له مینځه ویسی. په هر حال، د سویل لویدیز افغانستان په دښتو کې د کوکنارو کرکیلې  په تیرو دوو لسیزو کې د سیمه ایزې کرنې په پراختیا کې مهمه ونډه اخیستې او د کلیوالو خلکو د لاسی مهارتونو له لیارې چې د هرزه بوټو د مینځه وړلو او د چین له هیواد څخه د لمریزې انرژۍ له وارداتی وسیلو څخه په کار اخیستنې سره، د کرنې او اوبو لګولو تخنیکونو وده موندلی ده ، د شګو او کاڼو څخه ډکه ځمکه د مرکزی حکومت له انډول څخه پرته د سرو زرو په کان بدله کړی ده. د ډاکتر منسفیلډ لیکنه نه یوازې پر هغو سترو لاس ته راوړنو رڼا اچوی چې په کرنیزه او نوښتیزه ساحه کې لاس ته راغلی او د کوکنارو او تریاکو له کښت پرته لاس ته راتلونکې نه بریښیدله، بلکې په عین حال کې په سیمه ایز اقتصاد او داخلی مهاجرت باندې ممکن اغیزمنتوب هم تر تحلیل لاندېنیسی. برسیره پر دې، کیدای شی چې دا ډول محصول د هر بل قانونی کښت په توګه، په بازار کې د زیاتیدونکې تقاضا او پرله پسې ګټې اخیستنی په پایله کې د خاورې د خرابیدلو سبب شی او د ترځمکې لاندې اوبو د کچې د کمیدلو عوامل برابر کړی او په دې توګه د ځمکې اوږد مهاله پایښت کمزوری شی. د پام وړ بل عمده ټکی د ځواک په انډول پورې تړاو لری چې د ځمکې په ملکیت پورې اړوند دی  :آیا موږ به د ځمکو د یو څو خاوندانو په لاس کې  د ډیرو ځمکو د تمرکز او انحصار شاهدان یو چې د سیمه ایز بزګرانو د مزدورۍ د لا ډیر لږوالی څرګندونی وکړی؟ په ډیر احتمال، هو.

د پلټنې فلټر

to


x