
23 Oct شواهد د سیاست تر اغیزی الندی: په افغانستان کې د خدمتونو د وړاندې کولو او د دولتی مشروعیت تر منځ د اړیکو په اړه پوښتنې
Posted at 11:34h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | اشلی جکسن, اورځلا نعمت |
---|---|
د مقالی ډول | توضیحی پاڼه |
موضوع | ټولنیز خوندیتوب |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | اکتوبر 23, 2018 |
ټولټال مخونه | ۶ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
دغه څېړنیزه پاڼه د خدمتونو د وړاندی کولو او د دولتی مشروعیت تر منځ اړیکو په باب شواهد او موندنې رابرسېره کوی. دغه موندنې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له خوا د پنځه کالو څېړنو (۲۰۱۲-۲۰۱۷) په پایله کې رابرسېره شوی چې په افغانستان کې یې د خدمتونو د چمتو کولو او دولتی مشروعیت تر منځ د اړیکو په باب کړې وې. دغه څېړنه د خوندی معیشت د څېړنې کنرسسیوم د پروګرام یوه برخه وه چې بهر کی د نړیوالې پراختیا انسټیټوټODI )) له خوا رهبری کېده او د بریټانیا د نړیوالې پراختیا ادارېDFID)) او اروپایی کمیسیونEC))هغه تمویل کړی و. سربیره پر دې د افغانستان حکومت او د مدنی ټولنې له استازو رسه مشورې شوی او همدارنګه د تمویل کوونکو استازو سره غیر رسمی دوه اړخیزې غونډې شوې وې. د دې غونډو او مشورو موخه دا وه چې د چوپړتیاو د وړاندی کولو په اړه د اوسنی حکومت پالیسی او اوسنی پروګرام په اړه اندیښنی په ښه ډول وپیژندل شی. دا څېړنه د چوپړتیاو د وړاندې کولو او د مشروعیت په اړه د مباحثو په تړاو د یو لړ آثارو په عمومی کتنې پیل کیږی. څېړنیزه پاڼه بیا د چوپړتیاو په وړاندې کولو کې افغانی تجربې او د حکومت په اړه ادراکات تر کتنې لاندې نیسی او د پالیسۍ د پایلو په معرفی کولو ختمیږی. |