
30 Jan د افغانستان پارلمان: د ۲۰۰۱ کال راهیسی د اساسی قانون پر بنسټ د ورکړل شوو واکونو اوعملی کړنو پرتله
Posted at 11:03h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | داکتر شمشاد پسرلی, زلمی مالیار |
---|---|
ټایپول | د پالیسۍ نوټ |
موضوع | اساسی قانون |
ژبه | پشتو |
د خپرېدو نېټه | جنوری 30, 2019 |
ټولټال مخونه | ۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
په افغانستان کی د پارلمانی ډموکراسۍ موده لنډه وه ځکه په هیواد کی د هغې د ودې او غوړېدلو لپاره مساعد شرایط موجود نه وو. له همدې امله، پارلمان موثریت نه درلود او د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کی پاتې راغی. د لسو کلونو څخه په لږه موده کی پارلمان پنځه حکومتونه بدل کړل، چی دا کار په هیواد کې د بې ثباتۍ او بحران سبب وګرځېد. د ۱۹۷۳ کال راهیسی، هغه مهال چی د ۱۹۶۴ کال د اساسی قانون په رڼا کی رامنځته شوی نظم له منځه ولاړ، بیا تر ۲۰۰۱ کال پوری، افغانستان یو فعاله او کاری پارلمان نه درلود. |