
22 Oct لمر په دوو ګوتو نه پټیږی: ناقانونه مخدره توکی او په افغانستان کې د یو سیاسی جوړجاړی په اړه بحثونه
Posted at 14:38h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | ډیویډ منسفیلد |
---|---|
د مقالی ډول | موضوعې څېړنه |
موضوع | د طبیعی زیرمو مدیریت |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | اکتوبر 22, 2019 |
ټولټال مخونه | ٣۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د سولې او پخلاینې په اړه جاری بحثونو تر ډیره د ناقانونه مخدره توکو د تولید ننګونه له پامه غورځولی.
باید په یاد ولرو چی اوسمهال د ناقانونه مخدره توکو تولید او سوداګری په افغانستان کې د اقتصادی سکټور یواځینۍ ستره برخه جوړوی. تریاک د هیواد تر ټولو ارزښتناک نغدې کښت دی چی ارزښت یی ۸۶۳ ملیون ډالرو پوری رسیږی او په افغانستان کې د هر بل صنعت په پرتله پکې زیات خلک په کار بوخت دی، چی د ۵۰۰۰۰۰ پوره وخت کار سره برابر دی. په ۲۰۱۸ م کال کې دې
کښت په اټکلی توګه ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه په بر کې نیولې وه؛ چی دا په ۲۰۰۰ م کال کې د طالبانو لخوا د سملاسی بندیز د لګیدو په پرتله درې ځله زیاته ځمکه جوړوی. اټکلی شمیرې ښیی چی په ۲۰۱۸ م کال کې مخدره توکی په یواځی سر د ناخالص کورنی تولید ۱۰ سلنه برخه جوړوله او بیلابیلو وسلوالو ډلو د ارزښتی ځنځیر په امتداد کې تر ۴۰ ملیون ډالرو زیات د مالیاتو په توګه ترلاسه کول. دا راپور سپارښتنه کوی چی په افغانستان کې د ناقانونه مخدره توکو د اقتصاد سیاسی او اقتصادی اهمیت ته په کتو سره دا به نامعقوله وی چی دا ستونزه له پامه وغورځول شی او یا هم د آرمانی او ساده تګلاریزو اقداماتو پواسطه – یا لکه څرنګه چی یو افغان متل وایی لمر په دوو ګوتو نه پټیږی - حل شی. |