
30 Apr آیا د افغانستان دولت د کوچیانو او ځایی اوسیدونکو ترمینځ په شخړه کې په بریالی ډول لاسوهنه کولای شی؟
Posted at 15:18h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | داکتر انتونیو جیستوزی |
---|---|
د مقالی ډول | د پالیسۍ نوټ |
موضوع | د طبیعی زیرمو مدیریت |
ژبه | پشتو |
د خپرېدو نېټه | اپریل 30, 2020 |
ټولټال مخونه | ۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
په افغانستان کې د کوچیانو او ځایی اوسیدونکو ترمنځ مخ په زیاتیدونکې شخړه باید حل شی، خو آیا د افغانستان دولت د دې وړتیا او دریځ لری چې په شخړه کې السوهنه وکړی او مثبته اغیزه ولری؟ د افغان دولت وړتیا اوس خورا محدوده ده او حتی په بشپړ ډول نشی کوالی له جګړې څخه څارنه وکړی. ان کله چې د افغانستان دولت د شخړې اداره کولو هڅه کوی، بیا هم دا چاره په ناقص ډول ترسره کوی- دبیلګې په توګه دا وضعیت د کوچیانو میشتیدنې د پروژو، په یوې قضیې کې لیدل کیږی.
دا پوښتنه هم رامنځته کیږی چې آیا په شخړه کې د دولت السوهنه تل بې پرې ده که نه؟ او آیا په شخړه کې د دولت د السوهنې نور بدیلونه شته؟ که بدیلونه یې نشته، نو د شخړې د زیاتیدو احتمالی پایلې به څه وی؟
د پالیسۍ یادداښت دا مسله څیړی او د دې موضوع په اړوند، د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې د یو شمیر نورو خورا تفصیلی پخوانیو سندونو لنډیز وړاندې کوی ، او د راتلونکی پلی کیدو لپاره یې، د پالیسۍ اړوند ځینی وړاندیزونه مطرح کوی. |