
07 Jun د کابل زون د اوبو په حوزې کې د سطحی او ځمکې لاندې اوبو تعامل
Posted at 11:40h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | داکتر نجیب الله سدید |
---|---|
د مقالی ډول | موضوعې څېړنه |
موضوع | د طبیعی زیرمو مدیریت |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | جون 07, 2021 |
ټولټال مخونه | ۵۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
په تیرو دوه لسیزو کې د کابل میشتو لپاره د اوبو اصلی زیرمو کچه په بی ساری توګه کمه شوی او له همدی امله د ځمکې لاندی اوبه په زیاته اندازه ښکته شوی دی. د ځمکې لاندی اوبو د تغذیې او د هغې د کارونې تر منځ د ناانډولۍ شتون هم د ځمې لاندی اوبه نورې هم ښکته کړی دی. له بل پلوه د ښار چټکې پراختیا هم د سطحی اوبو څخه د ځمکې لاندی اوبو د تغذیې او زیاتیدنې برخه اوبه محدودی کړی دی. همداراز د ځمکې لاندی اوبو سرچینو د تغذیې لپاره یوازې سیندونه او جریانونه پاتې دی.
دا څیړنه د کابل مرکزی، پورتنی (پغمان) لوګر، شمالی پنجشیر فرعی حوزو کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې قیمتونه مالوموی او وړاندې کوی. په دې څیړنه کې له دریو طریقو څخه ګټه اخیستل کیږی. ۱ د حوزی د مقیاس له مخې د اوبو د بودجې توازن، ۲سیند ته د رسیدوونکو اوبو توازن،۳ د ځمکې لاندې راوتلی طریقه (GWM)، چې د هانتوش (۱۹۶۷) د ځمکې لاندې اوبو د ودې معادله په کې پکار وړل کیږی، تر څو پرې په ترتیب سره د اوبو کمیدل د سیند په بستر کې د لیږد ضایعات او د ځمکې لاندې ابو د تغذیې کچه محاسبه شی. |