کله چې اوبه ختمیږی :د سوېل لویدیځ افغانستان د دښتو ظهور (او حتمی زوال) او پر کډوالۍ ، کوکنارو او ثبات یې اغیز

کله چې اوبه ختمیږی :د سوېل لویدیځ افغانستان د دښتو ظهور (او حتمی زوال) او پر کډوالۍ ، کوکنارو او ثبات یې اغیز

Back

برجسته ټکی

لیکوالان ډیویډ منسفیلد
د مقالی ډول تلفیقی څړیزه
موضوع د طبیعی زیرمو مدیریت
ژبه پشتو
د خپرېدو نېټه جون 30, 2020
ټولټال مخونه ٧۶
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
د افغانستان په سویل لویدیځ کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه وګړی میشت دی چې معیشت یې تر ګواښ لاندې دی. دا خلک د فراه ،نیمروز ، هلمند او کندهار پخوانیو دښتو کې اوسیږی. په ۱۹۹۰ میلادی کلونو کې، دغه سیمه په نیمروز ولایت کې د خاشرود له درې او د مارجې ولسوالۍ کتنۍ سیمې ماسیوا د استوګنې وړ نه وه او په پراخه کچه وچه او شاړه ځمکه وه. دا څیړنیز سند د تیرو څه د پاسه لسو کلونو ساحوی کار ته په کتو چمتو شوی دی او په کې له لیرې لار څخه  اخیستل شوو لوړ کیفیت لرونکو انځورونو او هراړخیز سیمه ییز کار څخه ګټنه شوې چې هغه بهیرونه انځوروی کوم چې د سوېل لویدیځ  دښتو د غصب ، آبادولو او بدلون لامل شوې دی. دا سند  په مستند ډول دا ښیی چې څنګه دغو سیمو ته کډوالۍ د وخت په تیریدو او موقعیت په تفکیک سره توپیر موندلای او همداراز په تفصیل سره دا څیړی چې څه ډول دغه وچې دښتې په دایمی میشت سیمو بدلې شوی. نوموړې څېړنه بیا د دې ثبوت هم وړاندې کوی چې د پخوانیو دښتو ګړندی بدلون، په دغو سیمو کې پر میشتو خلکو باندې څنګه اغیز کړی دی او دا چې د دوی معیشت د اوږدمهاله پایښت په وړاندې ګواښونه څه دی. په پای کې، یاد څېړنیز سند د هغو اړینو اقداماتو د ترسره کولو وړاندیز کوی کوم چې په دغه دښتو کې پر میشتو خلکو د فشارونو کمولو لپاره باید ترسره شی: نه یوازې هغه لاملونو ته د رسیدنې په برخه کې وړاندیز کوی چې دغو سیمو ته د کډوالۍ لامل کیږی بلکې د افغانستان دننه، ګاونډیو هیوادونو او نورو ملکونو ته د خلکو د پراخې بې ځایه کیدنې احتمال او د هغې د راتلونکی اغیز د راکمولو په موخه، د هغو لاسوهنو د ترسره کیدو وړاندیز هم کوی چې ښایی په یادو سیمو کې د میشتو خلکو اقتصادی ، ټولنیزې او چاپیریالی ننګونې کمې کړی.

د پلټنې فلټر

to


x