پر کچرو، پیک اپ موټرو او کانټینرونو لېږد رالېږد: د کرښې دواړو غاړو ته تولید او سوداګری او د ننګرهار ولایت د سیاسی اقتصاد بدلون

پر کچرو، پیک اپ موټرو او کانټینرونو لېږد رالېږد: د کرښې دواړو غاړو ته تولید او سوداګری او د ننګرهار ولایت د سیاسی اقتصاد بدلون

Back

برجسته ټکی

لیکوالان
د مقالی ډول توضیحی پاڼه
موضوع حکومتولی او سیاسی اقتصاد
ژبه پشتو
د خپرېدو نېټه نوومبر 30, 2020
ټولټال مخونه ٧۶
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
د ننګرهار په څېر ولایت کې چې د ناقانونه نشه یی توکو تولید، غنی کانونو لرلو په تېره بیا د تالکو د استخراج له کبله مشهور دی او له پاکستان سره ډیورنډ فرضی کرښې ته نېږدې پروت دی، دغه ولایت یې د ټرانزیټی سوداګرۍ پر یوې اړینې دروازی بدل کړی دی، چې له لارې یې د افغانستان ګاونډیو ټرانزیټی توکی له کوم محصول او مسوولیت پرته تېریږی، نو حتمی ده چې د باج اخېستلو لپاره هم زیات فرصتونه رامنځ ته کېږی. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو د لېږد د اوج پرمهال هره ورځ له ۸۰۰ زیات کانتینرونه له تورخم بندر تېرېدل، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه پر غیر رسمی تګ لارو باندې سلګونه خلک، باروړونکی حیوانات او ډول ډول نقلیه وسایط تېرېدل. حتی په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې هره ورځ د تورخم له لارې پر تالکو بار نېږدې شپېته کانتینرونه تېرېدل، چې ټول شاوخوا ۲،۴۰۰ ټنه کېږی. له یاد ولایت څخه د دومره لویې کچې توکو لېږد په ترڅ کې دا فرصت رامنځ ته کېږی، چې په دغه ولایت کې سیاسی او اقتصادی لوبغاړی او د هغوی ملاتړی د غوره شویو تګ راتګ نقاطو له لارې د پام وړ ګټې او باج ترلاسه کړی. دا موضوع د دې څېړنیزې رسالې د بحث وړ موضوع ده، چې دغه د تګ راتګ نقاط چېرته دی؟ د چا له لوری کنټرولیږی؟ کوم توکی ترې لېږدول کېږی او رالېږدول کېږی؟ او پر هغو قواعدو باندې پوهېدل چې د باج پر ورکړې حاکم دی، له دې کبله اړینه ده څو هغه ګټې وپېژندل شی، چې د یاد ولایت سیاسی اقتصاد کمزوری کوی، په تېره بیا په داسې حالت کې چې هېواد د سولې پر لور د تګ هڅه کوی.

د پلټنې فلټر

to


x