
17 Feb پولې ته د څېرمه پرتو سیمو غږونه ۲۰۲۰: ناقانونه نشه یی توکی، وده او د سولې ټینګښت
برجسته ټکی
لیکوالان | |
---|---|
د مقالی ډول | تلفیقی څړیزه |
موضوع | حکومتولی او سیاسی اقتصاد |
ژبه | پشتو |
د خپرېدو نېټه | فبروری 17, 2021 |
ټولټال مخونه | ۶۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
دغه څېړنې موږ ته دا وړتیا رابښی څو د نشه یی توکو، ژوندانه او د نشه یی توکو ځنځیری ارزښت په ترڅ کې د تاوتریخوالی تجربو ترمنځ تداخل وڅېړو، چې په کولمبیا کې نشه یی توکو له تولید نیولی بیا په افغانستان کې د نشه یی توکو تر سوداګرۍ او قاچاق دغه راز په میانمار کې د هغوی تر لګښت پورې ټول تر پوښښ لاندې راولی. د سوداګرۍ ناقانونه شبکې پولې ته په څېرمه پرتو سیمو کې د کورنیو په عایداتو دغه راز د ژوندانه په بقاء کې اړینه ونډه لری. په ورته وخت کې، د سوداګرۍ قانونی او ناقانونه دواړه شبکې یو له بل سره وصل دی او سوداګر دغه راز لېږدوونکی زیاتره وخت د څو ګونو قانونی او غیر قانونی توکو تبادلې ترسره کوی. د سوداګرۍ قانونی او ناقانونه شبکې او دهلیزونه تر ډېر بریده یو له بل سره یو شانته والی لری، چې د جګړې بڼې او قواعدو ته بدلون ورکوی. د پولو اړوند قواعدو او پولو جدی مدیریت پر بازارونو او سوداګریزو اړیکو اغېزې لری؛ چې په خپل وار سره پولې ته د څېرمه پرتو سیمو د وګړو پر اقتصادی او ټولنیز وضعیت هم منفی اغېزې کوی. د سوداګرۍ جریان زیاتوالی په سرحدی سیمو کې د بازارونو د غوړېدا لامل ګرځېدلای، چې پولې ته په څېرمه پرتو سیمو کې یې اقتصادی فرصتونه او نا امنی دواړه دغه راز نامساوات هم رامنځ ته کړی دی. دلته دا بیا په ډاګه کوی، چې ناقانونه اقتصاد د خلکو، کورنیو او ټولنو لپاره څه ډول پېچلی لګښتونه او د سوداګریزو معاملاتو توازن رامنځ ته کړی دی. |