
19 Mar منجنیق، پیک آپ او ټانکرونه: د پولو دواړو غاړو ته تولید او سوداګری او د نیمروز پولې ته څېرمه پرتو سیمو د سیاسی اقتصاد په بدلون کې یې رول
Posted at 21:27h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | ډیویډ منسفیلد |
---|---|
د مقالی ډول | توضیحی پاڼه |
موضوع | حکومتولی او سیاسی اقتصاد |
ژبه | پشتو |
د خپرېدو نېټه | مارچ 19, 2021 |
ټولټال مخونه | ٧٢ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
نیمروز ولایت تر ډېره د اوبیزې حوزې، غیرحاصلخیزې دښتې او محدودې کرنیزې ځمکې لرونکی ولایت په توګه چې نفوس یې هم تر ډېره کم دی، پېژندل کېږی. د دې ترڅنګ د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یاد ولایت د افغانستان لپاره د نړیوالې سوداګرۍ پر اصلی مرکز بدل شوی، چې د حکومت له لوری د ګمرکی عوایدو راټولولو له مخې له ننګرهار، هرات او بلخ وروسته په درېیمه درجه کې ځای لری. د یاد ولایت اقتصادی او ستراتیژیک اهمیت د هغې ناقانونه سوداګرۍ د زیاتې کچې له کبله لا زیات شوی، چې د درې اړخیزې پولې پر سر کېږی او د نیمروز ولایت وګړی په ایران او پاکستان کې له خلکو سره نښلوی. |