پولې ته د څېرمه پرتو سیمو غږونه ۲۰۲۲ په افغانستان، کولمبیا او میانمار کې پولې ته څېرمه د جګړه ځپلو او له نشه یی توکو د اغېزمنو سیمو د ژوند کیسې

پولې ته د څېرمه پرتو سیمو غږونه ۲۰۲۲ په افغانستان، کولمبیا او میانمار کې پولې ته څېرمه د جګړه ځپلو او له نشه یی توکو د اغېزمنو سیمو د ژوند کیسې

Back

برجسته ټکی

لیکوالان
د مقالی ډول توضیحی پاڼه
موضوع حکومتولی او سیاسی اقتصاد
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اگست 07, 2022
ټولټال مخونه ٩١
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
"پولې ته د څېرمه پرتو سیمو غږونه ۲۰۲۲" د نشه یی توکو او نظم – (بې) نظمۍ پروژې دویمه خپرونه ده. دا یوه څلور کلنه څېړنیزه پروژه ده، چې پر سوله ییز اقتصاد د نشه یی توکو اقتصاد د بدلون څرنګوالی په اړه نوی شواهد وړاندې کوی. دا خپرونه د افغانستان، کولمبیا او میانمار هېوادونو پولو ته په څېرمه او جګړه ځپلو او له نشه یی توکو اغېزمنو سیمو کې زموږ له سیمه ییز کار د راټولو شویو کیسو ټولګه ده. دا ټولګه د هغو ګڼو څېړونکو، فعالانو او پالیسیو جوړوونکو لپاره په پام کې نیول شوی، چې د نشه‌یی توکو، ودې او سولې ټینګښت اړوند موضوعاتو سره سروکار لری. په دې راپور کې راغلې کیسې پولې ته د څېرمه پرتو سیمو وګړو په ورځنی ژوند کې د نشه یی توکو، تاوتریخوالی او جګړې، بېوزلۍ او ودې، ناامنۍ او انعطاف منلو په اړه ډېر ارزښتناک لیدلوری وړاندې کوی. زموږ تمه دا ده، چې دا کیسې زموږ لوستونکی دې ته وهڅوی څو په دې اړه لا ډېر په انتقادی ډول فکر وکړی، چې نشه یی توکی، وده او د سولې ټینګښت څه ډول د دوی له کار سره تړلی دی.پ21

د پلټنې فلټر

to


x