
31 Oct په افغانستان کې ګڼ اړخیز بحرانونه او ځوانان
Posted at 11:20h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | اورځلا نعمت, ویدیا دیواکار, شکریه آزاد منش, احسان الله غفوری |
---|---|
موضوع | ټولنیز خوندیتوب |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | اکتوبر 31, 2022 |
ټولټال مخونه | ٣۶ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
افغانستان په ۲۰۲۱ز کال کې له داسې یو فوق العاده حالت سره مخ شو، چې په بېلا بېلو برخو کې د خلکو پر ژوند د سختې جګړې او کوېډ -۱۹ نړیوالې وبا د اغېزو ترڅنګ د اقلیمی بدلونونو له وجې د پرمخ زیاتېدونکې او دوامدارې وچکالۍ د اغېزو یوه پېچلې بېلګه په ګوته کوی. د ۲۰۲۱ تر اګست د مخه د هېواد په ټولو ولایتونو کې بېساری جګړې روانې وې. د دې جګړو په ترڅ کې ولسوالۍ، ولایتونه او بالاخره پلازمېنه کابل په تدریجی ډول د اوسنیو سرپرستو چارواکو (طالبانو) لاس ته ولوېدل. په ورته وخت کې د نړۍ بلې هرې برخې په څېر افغانستان هم د کوېډ -۱۹ وبا تر اغېزو لاندې راغی، چې دندو، روغتیایی خدمتونو او د عوایدو بېلا بېلو سرچینو ته یې د خلکو پر لاسرسی اغېزې پرېباسلې. د دې ترڅنګ، د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې دویمې سختې وچکالۍ (IFRC,2021) پر زیات شمېر هغو خلکو اغېزې کړی، چې د عوایدو له پلوه پر کرنه او مالدارۍ متکی دی. په دې اړه ډېرې کمې څېړنې شوی، چې دغو حالاتو څه ډول په ګډه په افغانستان کې د خلکو پر ژوند او سوکالۍ اغېز کړی. د دې مقالې هڅه دا ده، چې د دې موضوع په اړه تر ډېره بریده پراخ پوهاوی رامنځ ته کړی او د داسې څېړنې په غوړېدا کې مرسته وکړی، چې هممهاله بحرانونه راسپړی. |