د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتی راهیسې د افغانستان روغتیایی سیستم: حالات ښه شوی، خوشبینوونکۍ او محتاطانه لرلید

د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتی راهیسې د افغانستان روغتیایی سیستم: حالات ښه شوی، خوشبینوونکۍ او محتاطانه لرلید

Back

برجسته ټکی

لیکوالان داکتر رونالد والدمن, لیزلی استرانگ, داکتر عبدالولی
د مقالی ډول موضوع پاڼه
موضوع ټولنیز خوندیتوب
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه جولای 21, 2007
ټولټال مخونه ٢٢
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
پنځه کاله پخوا، له جګړې وروسته پېر کې، د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالۍ په ډېر بد حالت کې و. د هغو لږو معلوماتو پر بنسټ چې په اختیار کې دی په هغه وخت کې وضع ګډه وډه ښکاریدله، په دواړو خصوصی او عامه برخو کې ظرفیت بېخی لږ وو او د راتلونکې لپاره کوم ځانګړى لرلید شتون نه لاره. د افغاستان د څېړنې او ارزونې اداری د پایلو ریپورټ چې د ۲۰۰۲ م کال د جولاى په میاشت کې خپور شو په ټول افغانستان کې خدمتونو ته په لاس رسی کې یې ډېر توپیرونه په ګوته کړل او د روغتیایی کارکوونکو د سخت کموالی او په ځانګړې توګه لږې بېخبنا او حتا د بېخبنا نشتوالی ته یې د خلکو پام واړاوه.۱  هر چېرې به چې خدمتونه وړاندې شول د کیفیت کچې یې د پام وړ توپیر لاره او د نادولتی سازمانونو کړنلارې ته هېڅ راز د سیاست جوړونې طرحې شتون نه درلود. په عوض کې، روغتیایی څارنه د یوې پروژې پر بنسټ د خدمتونو د ډېرو وړاندې کوونکو په وسیله چې نه ورته او نه نسبتا همغږی و وړاندې کېدل.  

د پلټنې فلټر

to


x