بسپنه ورکوونکی: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونومرستندویه پلاوی، اکسفام- انګلستان، او د سویس، سویډن او انګلستان حکومتونه

بسپنه ورکوونکی: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونومرستندویه پلاوی، اکسفام- انګلستان، او د سویس، سویډن او انګلستان حکومتونه

“په ځایی کچه اداروکې د ښځو فزیکی شتون د جنسیت د موخو د لاسته راوړلو ناسم معیار دی.”
د جنسیت او دځایی کچې پریکړه کولو په اړه د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې پروژه د شمالی او سویلی افغانستان په هغو پنځو موضوعی څیړنو مشتمله ده چې د۱۳۸۴-۱۳۸۳ کلونو تر منځ ترسره شوی.  د نوموړې پروژې موخه دا وه چې په کلیوالیکورنیو کې د پریکړه کولو په اړه د جنسیت د اغیزمنتیاوو غوره پوهاوی وهڅویڅو هغو پالیسیو او پروګرامونو ته وده ورکړی چې په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ونډې د پراخولو لپاره جوړ  شوی دی.
د پروژې څخه تر لاسه شوې شواهد څرګندوی ،  مخکې لدې چې په افغانی ټولنه کې د ښځو د وضعیت د ښه کولو پروګرامونه او سرچینې په ځایی کچه بدلون رامنځته کړی یو څه وخت ته اړتیا ده.په ځانګړی ډول،په یولړ ټولنیزو پریکړه کوونکو ډلو کې د ښځو شتون- د پروګرام د بریالی کیدو اساسی معیار – په حتمی ډول پر  ښکیلو کسانو دبدلون وړ او یا د واک ورکولو د پام وړاغیزې نه شی درلودلاى. په زیاترو سیمو کې د بدلون دغه سرعتپه نهایت کې د ورته بدلون پر لور د ځایی ټولنې له خوا د ټولنیزو نورمونو د زغم لهامله محدودیږی، نو له همدې کبله نادولتی موسسې او د ملګرو ملتونو او حکومتی ادارې به د جنسیت د چارو په اړه، پر یوې داسې اوږدمهاله او ټاکلې تګلارې تمرکزته اړتیا ولری چې په ټولنیزې ښکیلتیا کې په ټینګ ډول ریښې ولری.



x