دغیر رسمی پورونو او کوچنیو پورونو سیسټمونه

دغیر رسمی پورونو او کوچنیو پورونو سیسټمونه

“د رسمی او غیر رسمی پورونو توپیر یا دوه ګونی توب د “یو یا بل” انتخاب تضمینکوی…د دې کار د نه پیښېدلو لپاره یو شمیر د ډاډ وړ دلایل شته.”
د ۱۳۸۵ او ۱۳۸۹کلونو تر منځ، د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې دوهڅیړنیزې پروژې پیل کړې چې په افغان کلیوالی ټولنو کې یې د غیر رسمی او کوچنی پورد سیسټمونو اړونده ونډې وارزولې.
له شواهدو څخه څرګندیږی چې د کوچنیو پورونو د پروګرامونو دپراختیا لومړنۍهڅې، د پور د غیر رسمی موجودوسیسټمونو په هکله له پوهې څخه برخمنې نه وې. د ګڼو موضوعی څیړنو په ترڅ کې،ولیدل شوه چې زیاتره کورنۍ په یوه ډول د پورله غیر رسمی جوړښتونو سره چې د ټولنیزو شبکو له پراختیا او ساتنې سره یې نږدې اړیکې درلودلې تړلې دی. د پور دغه ډول بدلون منونکې او له سود پرته راکړه ورکړه دودونو د لګښت او د لګښتونو له اسانتیا سره د مرستې لپاره کارول کیږی اوپه ندرت سره د پانګه اچوونې په موخه تر سره کیږی. نو له همدې کبله د کوچنیو پورونو دپروګرامونو طرح باید د پور له موجوده سیسټمونو سره ددې پلانونو د ممکنه اړیکو او سیالۍ د څرنګوالی له ارزونې سره په لارهواچول شی. دغه کار باید په ساده ډول دپراخې لاسرسۍ څخه پرته دهغه غوره شووپروګرامونو په ګټه خپل تمرکز ته بدلون ورکړی چې د مؤکلینو پر اقتصادی وړتیا ډیر ټینګار کوی.



x