
25 Mar د افغانستان د معیشت کړنلاری
“هغه ستونزې چې ډیرکلیوال افغانان د خپلوکورنیو د تغذیې او راتلونکې ته د خپلوماشومانو دچمتو کولو لپاره ورسره مخ دی، له پامه غورځیداینشی. هغه پالیسی ګانې چې عمدتاً پر وده او بازارونو توجه کوی او دا چې څوک او څرنګه به ترې برخمن شی(ګټه واخلی) په پام کې نه نیسی، ښایی چې ډیرو بى وزلو ته به لاسرسی ونه مومی او د هغوی اړتیاوې به پوره نه کړی.”
د افغانستان د معیشت دتګ کرښو پروژه دافغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې د یوې پخوانۍ څیړنې دپایلو پر بنسټ برابره شوې ده چې په۸۳-۱۳۸۲ کې ترسره شوې وه. پروژه په فاریاب،بدخشان، سرپل، او کندهار ولایتونو کې د موضوعی څیړنو له لارې د تیرې لسیزې په اوږدو کې د کلیوال کورنیو په معیشت کې د بدلون بڼې ارزوی، اود هغو شرایطو دبدلونونو په واسطه اغیزمنه شوې ده کوم چې خلک په کې خپل ژوند پرمخ بیایی او دنوموړو بدلونونو د اداره کولو لپاره عملی ګامونه پورته کوی.
د څیړنې موندنې څرګندوی چې د شمال د وچکالۍ ځپلو ولایتونو زیاتره کلیوالی کورنۍ د لسیزې د پیل په پرتله اوس ډیر بې وزله دی. د پراختیایی مرستې سره سره چې د ښوونې او روزنې، روغتیایی پاملرنې، او د څښلو دپاکو اوبو په برخه کې یې د پام وړ ښه والى رامنځ ته کړى خو د خوړود تر لاسه کولو ورځنۍ هڅې او هاند(ستونزه) لا هم د زیاترو کلیوالوکورنیو لپاره غټه اندیښنه ده. په وروستیو کلونو کې پالیسی جوړونکو په عمومی توګه له دې حقیقت څخه سترګې پټې کړې دی اویواځې د ناخالص ملی عاید پر ودې تمرکز کوی . لا هم په کلیوالی افغانستان کې خلک په زیاتیدونکی ډول د بې وزلۍ په لومه کې ښکیل دی او د تیښتې لپاره کمې لارې لری.
که چیرې افغانستان د دوامداره اقتصادی خوندیتوب غوښتونکى وی نو باید د بې وزلۍ د کچې را ټیټول دپالیسی جوړونکو د پام د مهم ټکى په توګه پاتې شی. په دې برخه کې نورې هڅې هم باید داتضمین کړی چې د کلیوالی افغانانو اندیښنې لکه د حاصلاتو کمښت، ناروغی، او د ودونو ملاماتوونکې لګښتونو په نښه شوی، او د بى وزلۍ عمومی لاملونه او همدا راز دتخنیکی مرستو برابرول هم په پروګرامونو کې په پام کې نیول شوی دی.