د افغانستان ملی پراختیایی ستراتیژی

د افغانستان ملی پراختیایی ستراتیژی

“د  افغانستان ملی پراختیایی ستراتیژی د لوړو هیلو یوسند دی کوم چې د افغاستان دراتلونکې په اړه د خپل د لر لید دپلی کولو درک په وړاندې د ګڼ شمیر ننګونو شتون تائیدوی . اوس نو باید اجنډا ته داسې بدلون ورکړل شی چې لرلید ته پر رسېدو توجه وکړی…”
په ۱۳۸۷ کال کې د افغانستان حکومت خپل د بې وزلۍ د راټیټولو لرلید یې د افغانستان د ملی پراختیایی ستراتیژۍ په بڼه خپور کړ، چې د نړیوالو مرستندویانو له خوا یې د پلی کولو لپاره د ۲۰ میلیارده امریکایی ډالرو څخه د زیاتو مرستو ژمنې راجلب کړې. د افغانستان د حکومت له خوا دهمغږۍ سره بیا هم د افغانستان د ملی پراختیایی ستراتیژۍ پراختیا تر ډیره ځایه د نړیوالو مرستندویانو د موخواوضرب الاجل د پوره کولو په وړاندې انډوله  نه  وه،چې داتر یو ځایه په نړیواله کچه د بې وزلۍ د راټیټولو د ستراتیژۍ د منل شوی سندپه توګه ددې پر وړتیا د باور له کبله ؤ.
د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره په داسې حال کې چې د افغانستان د ملی پراختیایی ستراتیژۍ پیاوړتیاوې  تائیدوی، د شننې له لارې د هغې پر مهموذاتی نیمګړتیاوو توجه کوی. دافغانستان ملی پراختیایی ستراتیژی یو داسې کاری چوکاټ وړاندې کوی چې د بېوزلۍ پر لاملونو دتوجه د ماتې، د پام وړ پایلو لپاره د تفصیلی او تر تیب شوې پلان جوړونې دنشتوالی، او د سیاسی او ټولنیزو ملاحظاتو په پرتله پرتخنیکی فکټورونو د ټینګار له امله نه د بې وزلو په ګټه او نه هم ستراتیژیک دى. د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې یوه څیړونکې ډله په یوې ځانګړې بحث پاڼه کې نوموړی مسایل په تفصیل سره ارزوی او د ستراتیژۍ د پلی کولو، څارنې او ارزونې د بهیرونو پر مهال پرې د بریالی کیدو ممکنه څرنګوالی راسپړی.
د افغانستان د ملی پراختیایی ستراتیژۍ د رامنځته کولو نورې شننې هم د پالیسی د بهیر د څیړنې د پروژې له لارې دلاسرسۍ وړ دی.



x