د اوبو مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو اقتصاد

د اوبو مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو اقتصاد

څو کلونه د اوبو د مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو د اقتصاد په اړه د یوې څېړنې غوښتنه وشوه. دغه څېړنه تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له خوا ترلاس لاندې ونیول شوه. دغه څېړنه، په دوامداره توګه په کلیوالي معیشت کې د ښه والي راوستو، د تریاکو د تولید په تړاو د بزګرو د لېوالتیا او باور د کچې د کمولو او پالیسي جوړوونکو ته د وړاندې کولو په ټاکلي هدف، د افغانستان په کرنیز سیستم کې د طبیعي سرچینو د پیچلې ونډې یو کره انځور طرح کوي. دغه څېړنه په اتو ولایتونو د بېلابېلو شریکانو په مرسته، چې له افغان کډوالو سره د ډنمارک کمېټه (DACAAR) او د جرمن اګر واکشن دفتر، چې اوسمهال د (ولت هونګر هیلفه) په نوم سره پېژندل کېږي، ترسره شوې ده. څېړنې د جوړښتیزو نابرابریو په تړاو یو شمېر پیاوړي شواهد وموندل، چې دغه ناانډولی طبیعي سرچینو ته د یو زیات شمېر افغانانو لاسرسی محدودوي. په داسې حال کې، توکمپالنې او تګلارې په دې برخه کې عمده ونډه لري، د سیمې په کچه دودیز جوړښتونه لکه میراب په معمول ډول د زورواکو او شتمنو وګړو په ملاتړ د ستونزو د زیاتېدو په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې، چې هلته سرچینې محدودې دي، لامل ګرځي. دغه چاره، د هغو ادارو او سازمانونو د پروګرمونو د عملي توب په اړه ډیرې مهمې پوښتنې رامنځته کوي، چې په سیمه ییزه کچه د بنسټیزې ودې لپاره د سرچینې مدیریت په غاړه لري. دغه څېړنه همدا راز دې ته اشاره لري، هغه تګلارې، چې د پرانېستو میکانیزمونو په وسیله پر پرمختیا تمرکز لري، ډیر لیرې ده، چې له هغو اړمنو سره مرسته وکړي، چې یو شمېر یې لا له مخکې، د ژوندانه اړتیاوو د پوره کېدو په لټه کې دی او زیات شمېر یې له ځمکه والو او شتمنو سره په اجاره یي معاهداتو او تعاملاتو کې ښکېل دي. سرچینو او بازار ته د بزګرو لاسرسی او  د بدیل عوایدو فرصتونه او د کرنیزو محصولاتو د کچې ناانډولی ټول د کوکنارو د کرکیلي او یا نه کرکیلي په موخه د تصمیم نیونې چارې پیچلې کوي. د کرنې، مالدارۍ او اوبه لګولو پروژې معلومات دا په ګوته کوي، چې کلیوالي کورنۍ د معیشتي بدیلونو د شتون په شرط، د کوکنارو نه کرلو ته ژمن او لېواله دي. د کوکنارو د دایمي نه کرلو د مشروعیت لپاره د یو همداسې چاپیریال رامنځته کول، ډير بحراني ښکاري او ښايي په راتلونکو کلونو کې په هېواد کې د پالیسۍ له بنسټیزو ننګونو څخه وي.



x