د غیر رسمي کارکوونکو لپاره ټولنیز ملاتړ: په اسیا کې له ټولنیز انسجام ملاتړ

د غیر رسمي کارکوونکو لپاره ټولنیز ملاتړ: په اسیا کې له ټولنیز انسجام ملاتړ

دغه درې کلنه څېړنه، چې د ګڼ شمېر هېوادونو په ملاتړ ترسره کېږي، په دې لټه کې ده، چې په اسیا کې د ټولنیز شمولیت د ترویج او مشارکت په برخه کې، د ټولنیزې اغیزمنتیا او د ټولنیز خوندیتوب اړیکې وارزوي. دغه څېړنه د څېړنې د یو شمېر هغو همکارانو په مرسته ترسره کېږي، چې په داسې هېوادونو لکه: افغانستان، بنګله دیش، هند او نیپال کې پر څېړنیزو چارو بوخت دي.  دغه څېړنه، د یو شمېر هغو کسانو لپاره، چې له ټولنیزه پلوه رټل شوي، د بشري ځواک او اقتصادي فرصتونو د پیاوړتیا په موخه او له ټولنیزو اړینو او بنسټیزو خدمتونو لکه: روغتیا او زده کړې څخه د هغوی د ښې ګټې اخیستنې او ورته د ښه لاسرسي لپاره به د ټولنیز ملاتړ د نوښت پوټانسیلونه تر څېړنې ونیسي. دغه څېړنه همدارنګه د دې مسلې پراخ حدود به وارزوي، چې ټولنیز ملاتړ او خوندیتوب تر کومه برید کولی شي، د وګړو له انفرادي پیاوړتیا او ټولنیز انسجام سره د مرستې لامل ګرځي.
د غیررسمي کارکوونکو لپاره ټولنیز ملاتړ: په اسیا کې له ټولنیز شمولیت څخه ملاتړ کوي، دغه څېړنه به د ټولنیز محرومیت بېلابېل اړخونه لکه: قبیله، قوم، مذهب، جنسیت او معلولیت وارزوي.
د دې ترڅنګ، دغه څېړنه، به د ټولنیز ملاتړ حضور، چې په هند کې د هغو کسانو لپاره، چې له ټولنیزه پلوه رټل شوي، روغتیايي بیمه، په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د کار موندنې پروګرامونه او په بنګله دیش او نیپال کې د نغدو پیسو لېږد په بر کې نیسي، وارزوي.
په افغانستان کې دغه څېړنه به پر هغه ښوونیزه پروژه تمرکز ولري، چې پر ۲۰۰۷ ز. کال د بنګله دیش د کلیوالي پرمختګ کمېټې (BRAC ) له خوا د ځوانو نجونو په ځانګړې توګه هغو نجونو لپاره، چې له ۱۵ تر ۲۴ کلونو په عمر کې قرار لري، په لاره اچول شوې، او دغه نجونې په بېلابېلو ټولنیزو برخو لکه د ژوند مهارتونو او د معیشت روزنې فعالیتونو په اړه روزنې ترلاسه کړي. د دغې څېړنې هدف دا دی، چې:
• د دې مسلې څېړل، چې ایا دغه پروژه توانیدلی، چې د مهارتونو، پوهې او پوهاویو کچه لوړه کړي، چې د ځوانو ښځو د کار بازار او اقتصادي فرصتونو د ښه والي لامل ګرځي؛
• د دې مسلې څېړل، چې آیا دغه پروژه توانېدلې، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسی د ښه والي لامل شي؛
• او د دې مسلې څېړل، چې دغه پروژه تر کومه بریده، د وګړو د فردي ځواکمنتیا او ټولنیز انسجام په برخه کې مرستندوی ثابت شوی دی.
د دغې څېړنې پایلې به د ۲۰۱۳ کال په دوبي کې د لاسرسی وړ وي.



x