د پالیسۍ بهیر

د پالیسۍ بهیر

” داسې ښکاری چې د افغان اتباعو لپاره جوړه شوی رسمی پالیسی به د افغانانویو ګډ  هرکلى له ځانه سره ولری. ځکه چې  دا د دولت د کړنوڅخه –  چې عموما ًد دا شان پالیسی ګانو دوعدو په ترسره کولوکې پاتې راځی – د خلکو د مستقیو تجربو څخه څرګند توپیر لری.”
د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې د پالیسۍ د بهیر څیړنه په تیره لسیزه کې د هیواد د ځینو مهمو پلانونو، ستراتیژیو او قوانینو دودې څرنګوالی راسپړی. ” په افغانستان کې پالیسی جوړونه اودولت جوړونه” هغه وروستى راپور دى چې د هغو موضوعی څیړنو پر بنسټ برابر شوی چې په ملی کچه د پالیسی جوړولو د بهیرونوپه بیلابیلو اړخونو متمرکزې دی:
د افغانستان ملی پراختیایی ستراتیژی (ANDS)، د پالیسیو د هغو هر اړخیزو جوړښتونو کمزورتیاوې څرګندوی چې هڅه کوی د ټولو لپاره هر څه وی؛ دکلیوالی پراختیا کړنلارې او د حکومت د وزارتونو تر منځ  بیلابیلې تجربې، له بسپنه ورکوونکو سره  د شرایطو د بحثونوپر مهال د حکومت دمشرتابه اهمیت وړاندې کوی؛ د پوهنې د ملی ستراتیژیک پلان وده، دخبرو اترو د بهیر په توګه د پالیسی جوړولو ونډه او د فنی سلاکارانو له کارولو سره د ظرفیت جوړونې د انډولولو ننګونه څرګندوی؛ د لوړپوړو سیمه ایزوګمارنو د معیاری کولو هڅې، د شته غیر رسمی اصولو په واسطه د پالیسی د رسمی جوړښتونو د تحمیلولو د هڅو د مخنیوی څرنګوالی څرګندوی؛ او دشعیه ګانو د شخصیه احوالو د بحث پارونکې قانون د جوړولو یوه شننه، د افغانستان د څرګندیدونکې مقننه قوې پر اغیزمنتیاوو او له مدنی ټولنې سره یې د اړیکو په اړه معلومات ورکوی.
یو جلا رپوټ د افغان حکومت له خوا دجنسیت د منل شوو نظریو دپلیکولو پر هڅو تمرکز کوی – د ښځینه او نارینه دواړو لپاره د پلانشوو کړنو پایله ارزوی – چې تر اوسه له کم بری سره مخ شوې ده.
له نوموړې څیړنې څخه تر لاسه شوې شواهد د ګڼو فعالانو انځور وړاندې کوی چې سیالې او ځینېوختونه متناقضې اجنداګانې هڅوی چې ډیرځلی د شته حتمی موضوع ګانو د خورامحدود تجربوی پوهې پر بنسټ ولاړې دی. پراخې پایلې د نړیوالو بسپنه ورکوونکو، افغان حکومتاو د خلکو تر منځ د یوه ستر او ډیر حساسیدلوګدسمدستی اړتیا څرګندونه کوی. په ځانګړیډول،دا ډیر ارزښت لری چې راتلونکې پالیسی په ځایی کچه دموجودو ادارو سره دښکیلتیا په اړه زیاته هڅه وکړی او د افغانانو نظریو او لومړیتوبونو ګډون ته زیات فرصت برابر کړی.

 



x