پارلمانی حکومت

پارلمانی حکومت

پارلمانی حکومتداری

د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې د”  پارلمانی حکومتدارۍ ” دموضوع په اړوند په ۱۳۸۹-۱۳۸۸ کال کې یوه مفصله څیړنه  په بیلابیلو ځایونو کې سرته رسولې او یوشمیر رپوټونه  ‌یېخپاره کړی دی .  په دغه څیړنه  کې په  ټاکنو  کې د پردې ترشا صحنې د  مالومولو  لپاره،   د ټولټآکنو جریانات په سمیزه  او ملی کچه  له نږدې څارل شوی دی ،   او دافغانانو نظرونو   ته د ولسواکۍ اوولسواکۍ راوستلو په اړه په  ټولیزهتوګه  ځای ورکوی .

څیړنه هغه تشې(نیمګړتیاوې) هم په ګوته کوی چې ډیر ځلې حکومتله اتباعو څخه بیلوی، او همدا راز د پارلمان پیچلۍاړیکې  د ولسمشراو د حکومت له وزارتونو سره په ډاګه کوی.

ددغې څیړنې د سیاسی سازمانونو او شبکوشننه ، پر سیاسی ګوندونو، ډله ایزې رایه ورکولو او په پارلمانکې پر بدلیدونکو سیاسی وفاداریو(تړونونو) څرخی. همداراز  څیړنه د ناامنۍ،نژادی او قومی کیسو، اقتصادیهڅوونو  او د شخصیتیسیاستونو د نفوذ په ګډون هغه فکټورونه تر تفصیلی کتنې لاندې نیسی چې دسیاسی تړونونو رامینځ ته کیدل اغیزمنوی. او همدارنګه یی   د “ولسواکۍ” په اصطلاحپورې اړونده اکثراً پیچلۍ مشهورې کیسې هم ارزولې دی.  د څیړنې موندنې پر هغو لارو چارو نیوکه کویچې نړیوال فعالین د “ولسواکۍ” او “ټولټاکنو” دبرابرګڼلو لپاره لیواله دی او د یو ګټور ولسواک  نظام درامنځته  کیدو لپاره یې اړینو اوږد مهاله ادارو جوړونې ته بسیا پاملرنه نه ده کړې .
د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې ځینې شننې  د ۱۳۸۳-۸۴ او ۱۳۸۸-۸۹ کلونو ترمنځ  ترسره کړې چې  پر ټاکنیز  بهیرونو ځانګړی تمرکز کوی او یو لړ رپوټونه یی هم خپاره  کړې دی . په افغانستان کې د پارلمانی ټاکنیز لارښود د۱۳۸۴ کال د ولسی جرګې اوولایتی شوراګانو د ټاکنو  بهیر او  د قانونجوړونې په اړه هر اړخیزه څرګندونې  وړاندېکوی .  د افغانستان د څیړنې او ارزونې دادارې څیړنیزې ډلې د رایه ورکولو په بهیر کې د رایوورکولو  د ۴۱ مرکزونو څخه سمیزه څارنه  هم وکړه.  له ټاکنو وروسته  د شننې پایله د” ویشل شوی کور” په نامه رپوټ ؤ، چې دافغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې ورڅخه د ۱۳۸۸-۸۹ کال کې  رایه ورکولولپاره   د بنسټ په توګه ګټه واخیسته؛ په دغه راپور   کې چې ولې اوڅرنګه افغانانو  رایې ورکوی؟ اوپه مرکزی او ځایی کچو له ټاکنو سره د بېثباتۍ داړیکو څرنګوالى هم ارزولی شوی .



x