په سیمه ییزه حکومتولۍ کې پرمختیاوې: موجود او عیني واقعیتونه

په سیمه ییزه حکومتولۍ کې پرمختیاوې: موجود او عیني واقعیتونه

 د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د سیمه ییزه حکومتولۍ څېړنه د ۲۰۱۰ کال په بهیر کې په سرپل، جوزجان، سمنګانو، لغمان، وردګو، ډایکندي او هلمند ولایتونو کې ترلاس لاندې نیول شوې ده.
دغه څېړنه متنوع سیمه ییز حکومتي جوړښتونه، رسمي او غیررسمي سازمانونه، اداري او منتخب جوړښتونه او د دوی ترمنځ اړیکې به تر څېړنې او تحلیل لاندې ونیسي. د نماینده جوړښتونو، سرچینو، پرمختیايي او امنیتي چارو ترمنځ اړیکو باندې په پوهاوي سره، دغه څېړنه غواړي، په هېواد کې د سیمه ییزه حکومتولۍ په اړه یوه کره ارزونه وړاندې کړي. دغه څېړنه وښودله، چې د دغه واقعیت له شتون سره سره، چې له دولت سره زیاتره هغه افغانان سرو کار لري، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې اوسېږي، خو بیا هم په افغانستان کې سیمه ییزه حکومتولۍ ته کمه پاملرنه شوې ده. دغه بې غورۍ، په کابل کې د مرکزي حکومت د هڅو او اغیزمنتیا پر مخ خنډ ګرځي. د دغې څېړنې کلیدي او مهمې موندندنې دا دي:
•د خدمتونو او زیربناوو لپاره کافي پیسو ته لاسرسی نشته.
•پلانونه په مرکز کې طرح کېږي او د سیمې اړتیاوو ته پکې پاملرنه نه کېږي.
•د پام وړ دولتي واک نه دی سپارل شوی، په دې معنا سره، چې سیمه ییزې استازي نه شي کولی، له سیمه ییز حکومت سره محاسبه وکړي.
•پالیسۍ له تېروتنو او پیچلتیاوو ډکې دي؛ رامنځته شوي جوړښتونه کاري تداخل لري.
•د اجراييه، مقننه او قضاییه قوو ترمنځ د قواوو تفکیک روښانه دی.
•د مرستندویانو تګلارې ناهمغږې دي او دغه چاره د دولتي جوړښتونو له انحراف سره نوره مرسته کوي.
  دغه پروژه به پر ۲۰۱۱ ز. کال خپره شي.



x