په ټولنیزه کچه د شخړو حل اوفصل

په ټولنیزه کچه د شخړو حل اوفصل

 “په ټولنیزه کچه د شخړو حل او فصل سیسټم د کلی او ولسوالۍد فعالانو له خوا ځینې وخت په یووالی(ګډه) او ځینې وخت په مخالفت سره کارول شوی، او د کلیو د دود، له شرعی قانون، دولتی قانون او کړنلارو څخه ددولتی اوځایی پوهې او هغه څه چې ښایی د ولسوالۍ دود ونومول شی یو ګډترکیب دی.”
په ۱۳۸۵ کال کې د افغانستان د څیړنې اوارزونې ادارې په افغانستان کې په ټولنیزه کچه د شخړو د حل او فصل په اړه په دې موخه څیړنه پیل کړه تر څو د هیواد په کچه په وضعیتی توګه روزل شوی عدلی سکټور د سمون د ملاتړ لپاره د ځایی میکانیزمونو، کړنو او اصولو د پوهې کچه لوړه کړی.
څیړنه د ننګرهار، بامیان، بلخ او کابل په ولایتونو کې ترسره شوه. موضوعی څیړنه : په ټولنیزه کچه د شخړو په حل او فصل کې واکمن کسان او د هغوی له خوا د واک د کارولو څرنګوالی؛ په ټولنیزه کچه د شخړو د حل اوفصل او ددولتی قضا تر منځ پیوند راوستونکی بهیرونه او اړیکې؛ په ټولنیزه کچه د شخړو د حل او فصل کړنې، اصول او پایلې او د سیاسی، ټولنیزو اوامنیتی شرایطو  پر بنسټ د هغوی د بدلون څرنګوالی؛ او په ټولنیزه کچه د شخړو د حل او فصل په برخه کې د جنسیت اغیزمنتیاوې راسپړی. څیړنې بیلابیل میکانیزمونه، د سیمه ایزو کړنو تر منځ توپیرونه، د حل او فصل د عمومی اصولو څخه تر خورا ځانګړو اصولو، او د شخړو حل کوونکو رسمی اوغیردولتی ادارو تر منځ بدلیدونکې اړیکې رابرسیره کړې دی. له دې څیړنې څخه وړاندې په ځانګړی ډول په وروستیو کلونو کې په ټولنیزه کچه د شخړو د حل د بهیرونو د کار د څرنګوالی په اړه په نسبی توګه کمه لیکنه شوې ده، او ددې لږه برخه یې د کلی او ځایی ټولنې په کچه د راغونډو شووهر اړخیزو معلوماتو پر بنسټ وه.



x