
01 Dec په پراختیا کې د ښځو ګډون
” پداسې حال کې چې د واک ورکولو “Empowerment” د معنی په هکله یو واحد نظرموجود نه دى، همدا راز د واک ورکولو د بهیر د پلی کیدو د څرنګوالی په اړه هم د نظر څرګند یووالى نشته.”
“په افغانستان کې په پراختیایی نوښتونو کې د ښځو ګډون،او د جنسیت پر خوځښتونو یې اغیزه”، د ملی پیوستون په پروګرام(NSP) په ټولنیزوپراختیایی شوراګانو(CDCs) او همدا راز د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو د پانګه اچوونې د اسانتیاوو د ملاتړ ادارې (MISFA) تر مشرۍ لاندې د کوچنیو پورونو لپاره په غیردولتی او دولتی حکومتی ادارو-نوښتی ډلو کې د ښځو ګډون راسپړی. د پروژې څیړنیز عملی کارونه د پروان، کابل، او بلخ ولایتونو په ګڼو ټولنو کې تر سره شوو.
څیړنه هغه بیلابیلې انګیرنې ارزوی چی د ملی پیوستون د پروګرام او کوچنیوپورونو دپانګونې د ادارو (MFIs) د “جنسیت-دګډون” پراختیایی نوښتونه ،په ځانګړی ډول دا انګیرنه چې په ټولنیزه کچه د ټولنې په نظم او پراختیایی پروژو کې د ښځو ګډون هغوى ته په انفرادی او ډله ایز ډول د “واک ورکولو” لامل ګرځی توجیه کوی.څیړنه همدا راز څرګندوی چې څه شی ښځې په دغو بیلابیلو پروګرامونو کې د ګډون لپاره هڅوی او د هغې وړ یې ګرځوی، او څه شی د هغوی ګډون محدودوی. په پاى کې څیړنه د ملی پیوستون د بیلابیلو مرستندویه ملګرو او د کوچنیو پورونو د پانګونې دادارو له خوا بیلابیلو کارول شوو بیلګو او کړندودونو او د ښځود ګډون پر وړتیا د هغو داغیزې څرنګوالی او ددا ډول ګډون د اغیزو ارزونه وړاندې کوی.