پوهنه

پوهنه

“لاس ته راغلی ټولیز انځور څرګندوی چې  زیاتره زده کوونکی لا تراوسه هم  د “دې سیسټم” څخه ملاتړ کوی او یوه پیاوړې مخالفه لږګکۍ له هغو ښیګڼو څخه چې نوموړى سیسټم یې وړاندې کوی ګټه اخیستلو ته تیاره ده.”
دا چې هیواد بیا رغول کیږی او د پوهنې زیربنا پراختیا مومی نو د پوهنې په هکله دافغانستان د څیړنې او اروزنې د ادارې څیړنې پر دواړو زده کوونکو او ښوونکوتوجه کړی دی.
په ۱۳۸۳ کال کې د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې دښوونکو د روزنې د پروګرام (TEP) د یوې برخې په توګه د ښوونکو پر روزنې یې یوه وضعیتی شننه ترسره کړه،(TEP) یوه څو ډلیزه پروژه ده چې د پوهنې او لوړو زده کړو دوزارتونو له خوا یې مشری او د بیلابیلو نړیوالو پراختیایی سازمانونوله خوا یې ملاتړ کیږی.
د ۱۳۸۹ کال یوې توضیحی پاڼې په افغان پوهنتونونو کې دزده کوونکو د سیاسی فعالیتونو اغیزمنتیا وارزوله او دا په ډاګه کوی چې څرنګه په پوهنتون کې دسیاسی ګوندونو د ملاتړ شبکې د بنسټ پالنې پر لور  د کوچنۍخو مخ په زیاتیدونکې لیوالتیا سره مل دی. سربیره پر دې، په ۱۳۸۹ کال کې دوه نور رپوټونه چې د افغانستان د پوهنې د ملی ستراتیژیک پلان په پراختیا توجه کوی، د پالیسی د بهیر د څیړنې دپروژې د یوې برخې په توګه موندل کیدای شی.



x