کډوالی او نړیوالې شبکې

کډوالی او نړیوالې شبکې


د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې (AREU) د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د مهاجرت په اړه  خپله نوی څیړنه، دا وار د هغو کوچنیانو په هکله پیل کړه چې له افغانستان څخه اروپا او آسترالیا ته د سفر او تګ په لار کې د ژوند د له لاسه ورکولو له خطرونو سره مخامخ کیږی. د پروژې موخه دا ده چې د هغو ځانګړو شرایطو او خوځونکو لاملونو په اړه لا ډیره پوهه او مالومات ترلاسه کړی چې افغان کوچنیان یوازې مهاجرت ته هڅوی. پروژه ډیرو استوونکو او لږ استوونکو ټولنو او همدا ډول توکمیزو لاملونو ته پرتلیزه کتنه کوی ترڅو ددې مسئلې په اړه  د راتلونکې پالیسۍ او استراتژیکی پلان جوړونې لپاره مالومات برابر کړی.

د څیړنې له یوې کیفی متودولوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره، څیړنه په عین حال کې هڅه کوی د خوځیدلو په هیواد ( افغانستان، ایران یا پاکستان) کې د افغان کوچنیانو، د هغوی کورنیو او ټولنو د راتلونکی پوهاوی د لوړولو لپاره، چې کیدای شی د نورو موسسو او ادارو په ګډون ترسره شی، مالومات راټول کړی.

تمه کیږی چې ددې پروژېلاس ته راوړنې د ۲۰۱۳ کال په دوبی کې رابرسیره شی.



x