د غیر رسمی کارکوونکو لپاره ټولنیز ملاتړ: په اسیا کې له ټولنیز انسجام ملاتړ

د غیر رسمی کارکوونکو لپاره ټولنیز ملاتړ: په اسیا کې له ټولنیز انسجام ملاتړ

دغه درې کلنه څېړنه، چې د ګڼ شمېر هېوادونو په ملاتړ ترسره کېږی، په دې لټه کې ده، چې په اسیا کې د ټولنیز شمولیت د ترویج او مشارکت په برخه کې، د ټولنیزې اغیزمنتیا او د ټولنیز خوندیتوب اړیکې وارزوی. دغه څېړنه د څېړنې د یو شمېر هغو همکارانو په مرسته ترسره کېږی، چې په داسې هېوادونو لکه: افغانستان، بنګله دیش، هند او نیپال کې پر څېړنیزو چارو بوخت دی.  دغه څېړنه، د یو شمېر هغو کسانو لپاره، چې له ټولنیزه پلوه رټل شوی، د بشری ځواک او اقتصادی فرصتونو د پیاوړتیا په موخه او له ټولنیزو اړینو او بنسټیزو خدمتونو لکه: روغتیا او زده کړې څخه د هغوی د ښې ګټې اخیستنې او ورته د ښه لاسرسی لپاره به د ټولنیز ملاتړ د نوښت پوټانسیلونه تر څېړنې ونیسی. دغه څېړنه همدارنګه د دې مسلې پراخ حدود به وارزوی، چې ټولنیز ملاتړ او خوندیتوب تر کومه برید کولی شی، د وګړو له انفرادی پیاوړتیا او ټولنیز انسجام سره د مرستې لامل ګرځی.
د غیررسمی کارکوونکو لپاره ټولنیز ملاتړ: په اسیا کې له ټولنیز شمولیت څخه ملاتړ کوی، دغه څېړنه به د ټولنیز محرومیت بېلابېل اړخونه لکه: قبیله، قوم، مذهب، جنسیت او معلولیت وارزوی.
د دې ترڅنګ، دغه څېړنه، به د ټولنیز ملاتړ حضور، چې په هند کې د هغو کسانو لپاره، چې له ټولنیزه پلوه رټل شوی، روغتیایی بیمه، په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د کار موندنې پروګرامونه او په بنګله دیش او نیپال کې د نغدو پیسو لېږد په بر کې نیسی، وارزوی.
په افغانستان کې دغه څېړنه به پر هغه ښوونیزه پروژه تمرکز ولری، چې پر ۲۰۰۷ ز. کال د بنګله دیش د کلیوالی پرمختګ کمېټې (BRAC ) له خوا د ځوانو نجونو په ځانګړې توګه هغو نجونو لپاره، چې له ۱۵ تر ۲۴ کلونو په عمر کې قرار لری، په لاره اچول شوې، او دغه نجونې په بېلابېلو ټولنیزو برخو لکه د ژوند مهارتونو او د معیشت روزنې فعالیتونو په اړه روزنې ترلاسه کړی. د دغې څېړنې هدف دا دی، چې:
• د دې مسلې څېړل، چې ایا دغه پروژه توانیدلی، چې د مهارتونو، پوهې او پوهاویو کچه لوړه کړی، چې د ځوانو ښځو د کار بازار او اقتصادی فرصتونو د ښه والی لامل ګرځی؛
• د دې مسلې څېړل، چې آیا دغه پروژه توانېدلې، ښوونیزو او روغتیایی خدمتونو ته د خلکو د لاسرسی د ښه والی لامل شی؛
• او د دې مسلې څېړل، چې دغه پروژه تر کومه بریده، د وګړو د فردی ځواکمنتیا او ټولنیز انسجام په برخه کې مرستندوی ثابت شوی دی.
د دغې څېړنې پایلې به د ۲۰۱۳ کال په دوبی کې د لاسرسی وړ وی.



x