د معیشتی سیستم پر بنسټ د غنمو په برخه کې د جنسیتی نورمونو، ماموریت او نوښتونو موضوعی څېړنه

د معیشتی سیستم پر بنسټ د غنمو په برخه کې د جنسیتی نورمونو، ماموریت او نوښتونو موضوعی څېړنه

“په افغانستان، پاکستان او اتوپیا کې د غنمو R4D اغیزو د زیاتوالی لپاره د معیشتی سیستم پر بنسټ په غنمو کې د جنسیت پېژندنه” څېړنې د یوې برخې په توګه، چې د جرمنی فدرال دولت د اقتصادی او پرمختیایی همکاریو وزارت (BMZ) له خوا ورته بودجه برابره شوې، د جوارۍ او غنمو د څېړنو نړیوال دفتر (CIMMYT )، د نړیوالو کرنیزو څېړنو په برخه کې د مشورتی ډلې (CGIAR) د غنمو د څېړنې پروګرام (CRP)، د یوې ګډې څېړنې د ترسره کولو په حال کې دی. دغه څېړنه، په کلیوالی سیمو کې د بیوزلی کچې له راټیټېدو او د غذایی امنیت د کچې له زیاتېدو سره د مرستې په هدف، د غنمو په برخه کې د څېړنو د اغېزو او په هغو لارو چارو د فعالیتونو د پراختیا له لارې، ترسره کېږی، چې د غنمو پر بنسټ سیستمونو په وسیله د محرومو طبقو په ځانګړې توګه، بېوزلو ښځو، نارینه، ځوانانو له پیاوړتیا او څواکمنتیا سره مرسته کوی او دوی د معیشتی امنیت د پایلو پر پېژندنې او درک قادروی.
دغه څېړنه له دریو اړوندو داخلی اجزاوو او په څېړنه کې د ښکېلو ذینفعو له یو لړ فعالیتونو څخه تشکیل شوی دی.
۱: حوزوی څېړنه:
 د غنمو په R4D کې، د ټولنیز انډول لیدلوری ته په پام سره، د جنسیتی وضعیت تجزیه او تحلیل، چې په افغانستان او اتیوپیا کې ترسره کېږی. دا د علمی مقالو او څېړنیزو راپورونو مرور او بیا کتنې او همدارنګه د جنسیت او کرنې په لید سره، د پالیسۍ چاپیریال بیاکتنې او د ذینفعو شننې په بر کې نیسی.
۲: موضوعی څېړنې: په کلیوالی کچه کیفی څېړنه، چې دا وارزوی، د نوښت لپاره څرنګه جنسیتی نورمونه، ښځینه او نارینه ظرفیتونه د غنمو پر بنسټ سیستمونو کې پرمختګ اغیزمنوی او یا د پایلو د پرمختیا پر لاره خنډ ګرځی. موضوعی څېړنې د افغانستان د دوو ولایتونو لپاره د ترسره کېدو په حال کې دی.
۳: معکوس مهندسی څېړنې: په کرنیز R4D فعالیتونو کې، د جنډر بریالی اختلاط او ورسره د محدودونکی جنسیتی لیدلورو او یا کړنلارو د بدلون په اړه د ښودل شویو شواهدو له مخې د بریالیتوبونو تحلیل او تجزیه، د محرومو او بېوزلو ښځو او نارینه وو لپاره د نورو ښو معیشتی فرصتونو لاره پرانېزی. هدف دا دی، چې پر دې پوه شو، ټولنیزو محدودیتونو ته څرنګه رسېدنه وشی، ترڅو د بېوزلو او محرومو ډلو لپاره په نوښتونو کې د مشارکت او ترې د ګټې اخیستنې فرصتونه پراخ شی؛ او دا د څه ډول انځور وړاندې کولو له لارې او ولې شونی دی او د چا لپاره هغه کړنلارې مشخصې شوې، چې په کرنیزه برخه کې، د ټولنیزو او تخنیکی فعالیتونو د یووالی او اختلاط په ډګر کې بریالی وو.
 ۴: اړیکه او تعامل
د غنمو، کرنې او جنسیتی او ټولنیز مشارکت په ډګرونو کې د موندنو د تفسیر، ارزونې او شریکولو په موخه، له فعالو ټولنو او لوبغاړو سره د ملی او سیمه ییزو ورکشاپونو جوړول. دغه چارې دا هدف هم ټاکی، چې د غنمو پر بنسټ په معیشتی سیستم کې د پایلو د پرمختیا لپاره له څېړنو سره د جنسیت د اړیکو په برخه کې د پوهاوی په کچه کې زیاتوالی راشی او د موندنو پر بنسټ، داسې فعالیتونه طرح شی، چې له امله یې ټولنیز اختلاط او تخنیکی فعالیتونه په ښه توګه ترسره شی. په دې برخو کې عملی څېړنې، په دې موخه ترسره کېږی، ترڅو د دې پوهاوی رامنځته شی، چې کوم کارونه، ولې او د چا لپاره د جنډر انډول او معیشتی امنیت پایلې زیاتوی.
AREU ښایی:
1.د کلیدی ګټه اخیستونکو د پېژندنې له لارې د هدفی کړنو په برخه کې مرسته وکړی، همدارنګه له ګټه اخیستونکو سره د مرکو د ترسره کولو او اړوندو ادبیاتو د پېژندنې په برخه کې به همکاری وکړی.
2.د جنډر نورمونو، ماموریت او نوښتونو ترمنځ تعاملاتو په اړه، په هغو ساحو کې، چې له (CIMMYT ) او د غنمو د R4D په برخه کې د نورو دخیلو لوبغاړو سره په ګډه ټاکل شوې، په څلورو کلیو کې د موضوعی څېړنې ترسره کول. دغه موضوعی څېړنې، د نړیوال CRP نوښت یوه برخه ده، چې مشترک کیفی میتود کاروی (د وسیلو او د کار ساحې مقرراتو د جزییاتو په اړه لاندې برخه وګورئ).
3.د معلوماتو د تحلیل او تجزیې په برخه کې مرسته او د CIMMYT PI, Paula Kantor  په مرسته د یو تلفیقی راپور لیکل.
4.له CIMMYT سره د ګټه اخیستونکو د اړیکو او تعاملاتو مواردو رامنځته کول او تسهیلول.



x