(IMAGES) د نارینه او جنسیتي برابروالي نړیواله سروی

(IMAGES) د نارینه او جنسیتي برابروالي نړیواله سروی

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره اوسمهال، په افغانستان کې د نارینه او نارینتوب په اړه د یوې څېړنیزې پروژې پر ترسره کېدو بوخت دی: په افغانستان کې د نارینه وو او جنسیتي برابروالي نړیواله سروي IMAGES. دغه څېړنه د نارینه وو او جنسیتي برابروالي د نړیوالې سروي پر بنسټ بنسټیزه شوې ده. یاده سروې، د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې د ۲۵۰۰۰ نارینه وو او ښځو په تړاو ترسره شوې ده. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې، د نارینه وو د څو اړخیز ژوندانه او دې ته په پام سره، چې د جنسیتي برابروالي د لیدلوري په بدلون کې د هغوی ونډه څرنګه ده، یوه کیفي څېړنه ترسره کړه. د نارینه وو او جنیستي برابروالي د نړیوالې سروې له مخې، په ملي پالیسي جوړونه، د تمویلوونکو په ستراتیژیو او د مدني ټولنې په برنامو کې جوت تغیر، کولی شي د ښځو د اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي ځواکمنتیا او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې د هلکانو او نارینه وو ښکېلتیا موثر وګرځوي.



x