
23 Feb د ښځو اقتصادی پیاوړتیا د معلوماتو ارزونه او له وضعی سره سم تحلیل
Posted at 07:56h
in
دغه پروژه چې د جنډر د انډول او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNWOMEN) له خوا تمویل شوې، موخه یې د ښځو د اقتصادی حقوقو په اړه د معلوماتو وړاندې کول ده، چې کولی شی، په افغانستان کې د ښځو د اقتصادی فعالیتونو د زیاتېدو په برخه کې، د مهمو ګامونو د اخیستو لپاره، د ښو زمینو او شرایطو په پېژندلو کې مرسته وکړی. دغه پروژه به له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا په اقتصادی ډګر کې د ښځو د برخه اخیستو په تړاو د رامنځته شویو پرمختیاوو د څېړنې، د موجودو اقتصادی قوانینو د شننې او تعقیب، د اقتصادی څانګې په ستراتیژۍ کې د جنسیتی انډول په چارو کې د سیاست ګذاریو او پانګونو یوه ترکیب به وی؛ او همدارنګه د راتلونکی لپاره، د موضوع او مشخصو او په ګوته شویو فرصتونو د یو ټولیز انځور د وړاندې کېدو په برخه کې یو ساحوی څېړنه وی. دغه پروژه د ۲۰۱۲ ز. کال په منی کې پیل شوې او هیله کېږی، چې موندنې یې د ۲۰۱۳ ز. کال په دوبی کې د لاسرسی وړ وګرځی.