د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره یو کابل مېشت خپلواک څېړنیز بنسټ دی، چی پر ۱۳۸۱ کال په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته جوړ شوی دی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې ماموریت دا دی، ترڅو د شواهدو پر بنسټ په لوړ کیفیت او پالیسۍ پورې اړوندې څېړنې ترسره او په فعاله توګه یې پایلې خپرې او د څېړنې او زده کړې کلتور ته وده ورکړی.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د خپلې موخې د ترلاسه کولو په موخه په افغانستان کې له پالیسی جوړوونکو، د مدنی ټولنی فعالانو، څېړونکو او پرمختیایی مرستندویو ټولنو سره په فعاله توګه اړیکه نیسی او ورسره کار کوی، ترڅو د نوموړی ادارې له خپرونو او کتابتون څخه د ګټې اخیستنې لړۍ پراختیا ومومی او د هغوی د څېړنې وړتیا پیاوړی او د څیړنی، بحث او مباحثې لپاره لاره هواره شی.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د هغه مدیره پلاوی له خوا اداره کېږی، چې د مرستندویو سازمانونو، سفارتونو، ملګرو ملتونو سازمان او نورو څو اړخیزو ادارو، افغان مدنی ټولنو استازی او خپلواک کارپوهان په کې ګډون لری.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې اصلی مرستندوی د سویډن د نړیوالې پرمختیا د همکارۍ سازمان (SIDA) دی. پر ۱۳۹۸ کال د دغه ادارې ځانګړی پروژې د اروپایی ټولنې (EU)، د ناروې د نړیوالو چارو د انستیتوت(NUPI)، د ختیځو او افریقایی څېړنو مرکز (SOAS) او د بریتانیا د اقتصادی او ټولنیزو څېړنو ټولنې (ESRC-UK)، د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (UN-Women)، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان، او د بریتانیا د متحده خدمتونو سلطنتی موسسې (RUSI) له خوا مرسته کیږی.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د یو شمېر نړیوالو پرمختیایی کنسرسیومونو لکه د ریسولف شبکې، د نړیوالو ننګونو د څېړنې صندوق(GCRF)، د خوندی معیشتونو د څېړنې کنسرسیوم (SLRC) او د شخړې او ناورین میکانیزم لپاره د اروپایی ټولنې د ټوله ایزې کړنلارې د شخړې د حساسیت سپړنې (EUNPACK)، غړیتوب لری.
د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره د پنسلوانیا نړیوال پوهنتون د ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادی کلونو راپور په اساس په افغانستان کې د غوره څیړنیز بنسټ په صفت لمړۍ درجه شوه.
راپور همدا راز یاده اداره په منځنۍ آسیا کې د دریم مقام لرونکې ښودلی.
په ۲۰۱۸ میلادی کال کې د انګلیسان Prospect Magazine, د افغانستان د څیړنې ارزونې اداره د غوره ځیړنیز بنسټ په صفت وپیژنده.
د یو څېړنیز بنسټ په توګه د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې ارزښتونه د (FRAME) لنډیز په دننه رانغاړل شوی دی.
نرمښت منونکی او بیطرفی: د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې تر ټولو غوره چاره، د افغانستان ډینامیکو شرایطو ته ځواب ویل دی. دغه چاره د نړۍ په لر او بر کې د علمی څېړنو پر بنسټ ترسره کېږی، خو پخپله د افغانستان په دننه ټول معلومات او پوهاوی د شواهدو پر بنسټ څېړنه کې متمرکز وی.
پاېښت او ټینګتیا: د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره تر ډېر له داسې کاری چاپېریالونو سره مخ ده، چې فزیکی او روانی ګواښونه دواړه په کې موجود وی. په دې توګه دغه اداره له خطر سره د مخامخ کېدو په صورت کې په عامه توګه باید ډېر نرمښت منونکې او پاېښت لرونکې وی- خو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او هوساینې د ډاډمنتیا ټولې لارې چارې تر لاس لاندې لری.
پاېښت او ټینګتیا: د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره تر ډېر له داسې کاری چاپېریالونو سره مخ ده، چې فزیکی او روانی ګواښونه دواړه په کې موجود وی. په دې توګه دغه اداره له خطر سره د مخامخ کېدو په صورت کې په عامه توګه باید ډېر نرمښت منونکې او پاېښت لرونکې وی- خو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او هوساینې د ډاډمنتیا ټولې لارې چارې تر لاس لاندې لری.
دوه اړخیزه درناوی او ګډون: دغه اداره د داسې کاری چاپېریال رامنځته کېدو ته ژمنه ده، چې په کې د ټولو کارکوونکو نظریو او لیدلورو ته درناوی کېږی او دا د هغې رنګارنګی ښکارندویی کوی، چې په عامه توګه د یو ملت منعکس کونکې ده. موږ ډاډ ورکوو، چې ټولې ترسره شوې څېړنې او چمتو شوې خپرونې به د څېړنې موضوعاتو او ښکېلو ټولنو ته د درناوی د اصل پر بنسټ وی.
لوړتیا: د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره ژمن ده، له دې پرته، چې د ادارې خپلواکی او ناپیلتوب زیانمن شی، د ټولیزې هڅې او فکری پاملرنی له لارې په ډېر لوړ کیفیت څېړنې چمتو او وړاندې کړی.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې لیدلوری داسې یو افغانستان دی، چې هلته د پالیسۍ اړوند تصمیمونه د هغو شواهدو، پرانېستو بحثونو او پراخو ټولیزو پوهاویو پر بنسټ نیول کېږی، چې باور کېږی، په غوره توګه د افغانستان د خلکو د لومړیتوبونو منعکس کونکی دی او د وړ او مناسبو پالیسیو او پروګرامونو د جوړېدو لامل ګرځی.
د یو مخکښ غیرانتفاعی او ناپیلی افغان څېړنیز بنسټ په توګه زموږ ماموریت دا دی، چې د پالیسۍ او تګلارې په برخه کې معلومات چمتو او د لوړ کیفیت څېړنو په ترسره کولو سره پوهاوی او معلومات وړاندې کړو، ترڅو په افغانستان کې د څېړنې او زده کړې کلتور وده وکړی او د شواهدو پر بنسټ څېړنې لپاره غوښتنه او غوښتنی وهڅول شی.
زه خوښه یم، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره تاسې ته معرفی کوم. زه د هغو څېړنو د پراخو اغېزو شاهده یم، چې په دغه اداره کې ترسره شوې دی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د خپل څېړنیز کار له لارې هڅه کوی، بحثونه او مباحثی تر لاس لاندې ونیسی او د پالیسیو پر پلیتابه اغېزمن شی، چې دا ټولې چارې، د یو ښه افغانستان د جوړېدو لپاره خدمت کوی.
د لومړنۍ افغانی ښځې په توګه، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره لارښونه کوی، زه د دې امتیاز لرم، چې په داسې یو سازمان کې کار وکړم، چې د ګډون پرمختیا یې له اصلی ارزښتونو څخه دی. په دغه اداره کې مې د کار په موده کې، تر ټولو ستر لومړیتوبونه مې دا دی، چې په کاری چاپېریال او همدارنګه زمونږ په کار کې، د ګډون او تنوع اصل ډېر جوت وی. دغه موخې ته د رسېدو لپاره، مونږ دا ډاډمنو، چې زمونږ څېړنې په افغانستان کې د رنګارنګی منعکس کونکې دی. برسیره پر دې، دا ډاډ منو، چې زمونږ ټول کارونه له نړیوالو معیارونو سره سم او نړۍ ته د لاسرسی وړ دی او په ځانګړې توګه په دری او پښتو ژبو کی د ژباړنې له لارې ټولو افغانانو ته د لاس رسی او پوهېدو وړ دی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، په افغانستان کې د بدلون په حال چاپېریال سره د تطبیق او سمون تیا وړتیا لری. له هغه ځایه، چې په هېواد کې سیاسی، امنیتی او ټولنیز چاپېریال د تېرو کلونو په لړ کې بدلون موندلی دی، مونږ پر شپږو مهمو څېړنیزو ستراتیژیکو برخو په تمرکز سره، چې د هېواد تر ټولو مهمې اغېز لرونکې ستونزې منعکس کوی، دغه وضعیت ته ځواب وړاندې کړی دی. دغه چاره مونږ ته اجازه راکړې، چې پروخت او په لوړ کیفیت سره خپرونې خپرې او د کارپوهانو او نورو سیمه ایزو او نړیوالو ګډونوالو په ګډون ورکشاپونه جوړ او د هېواد روانو ننګونو ته د رسېدو په موخه خپلې موندنې او وړاندیزونه په پام وړ فورومونو کې وړاندې کړو. د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره کې، مونږ په افغانستان کې د څېړنې کلتور پرمختیا او وده ورکولو ته کار کوو. مونږ دغه چاره، له دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو له لارې ترسره کوو، چې د افغانستان د څېړنې څانګې د ټولو برخو د څېړنیزو وړتیاو د ودې په درشل کې یو. برسیره پر دې مونږ په دوامداره توګه په افغانستان کې له اکاډمیکو ادارو سره کار کوو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو، چې د پوهنتونونو زده کوونکی کولی شی، له هغو سرچینو څخه ګټه واخلی، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره یې په خپله څېړنیزه محدوده کې یې وړاندې کوی.
افغانستان پر ۱۳۹۸ کال، له ناورینو ډک کال ته دننه کېږی، داسې کال، چې مهمې سیاسی، امنیتی او ستراتیژیکې ننګونې به په کې راڅرګندې شی. دغه ناڅرګند وضعیت ته په پاملرنی سره، دا یوازی زما ماموریت دی، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د څېړنیزو موضوعاتو تمرکز پر هغه مهال وساتل شی، چې ډېر زیات د شواهدو پر بنسټ څېړنو ته اړتیا لری، ترڅو وار له مخکې، پالیسی جوړوونکو ته معلومات وړاندې شی او هغوی تر خپلې اغېزې لاندې راوړی.