12 Jul د رڼا د پوهنتون محصیلینو د افغانستان د څېړنې او ارزونې له ادارې نه مننه وکړل
د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په ۶ نیټه د رڼا پوهنتون د محصیلینو یو ۳۲ کسیزه ډله د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې (AREU) له دفتر نه لیدنه وکړل. د دی لیدنې اصلی موخه د AREU د ادارې له څېړنو په خاصه توګه له هغو څیړنو سره چې دښځو د پیاوړتیا په اړه تر سره شوی دی، آشنا کیدل وو.
لمړی ډاکټر اورځلا نعمت، د AREU د ادارې مشرې محصیلینو ته ښه راغلا ست وویل او بیا یی هغوی ته د AREU د ادارې موخې او فعالیتونو بیان کړل.
احسان الله غفوری، د AREU د ادارې د څېړنو مدیر، محصیلینو ته د ښځو د ګډون د پروګرام او خپرونو، مساوی حقوق، او نا مساوی فرصتونه، په افغانستان کی د ښځو د اقتصادی پیا وړتیا او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په اړه هر اړخیزه معلومات ورکړل. سیف الله مخلص د AREU د ادارې د کتابتون یو تن کارکوونکی په کتابتون کی د څېړنې د میتادولوجی یا څېړندود په اړه محصیلینو ته بشپړ معلومات وړاندی کړل.
محصیلینو د AREU د ادارې له کتابتون نه هم لیدنه وکړل او هغوی ته د AREU د ادارې ورستې څېړنیزې خپرونې هم ورکړل شو.
سید جاوید د رڼا پوهنتون د عامه اړیکو مسؤول د دواړو ادارو تر منځ پر همکارۍ او نورو محصیلینو ته د ورته معلوماتو پر اړتیا ټینګار وکړل.
د محصیلینو په استازی توب فرشته رحمانی، د AREU ادارې د هراړخیز معلوماتو، او د AREU د ادارې د کتابتون نه د لیدو زمینه برابره کولو او هغوی ته د AREU ادارې د خپرونو له ورکولو نه مننه وکړل.