د څېړنې موضوعی ساحې

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره په شپږو څېړنیزو موضوعي برخو کې کار کوي

حکومتولی او سیاسی اقتصاد

دغه موضوعی برخه، د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره کې یوه اوږدمهاله څېړنیزه موضوع ده. په دې برخه کې زمونږ څېړنې د ولسوالۍ پر حکومتولی، فساد او روڼتیا برخو باندې په ټینګار سره، په ځانګړې توګه د سیمه¬ایزې حکومتولی پر اړخونو تمرکز لری. همدارنګه په عدالت پورې اړوند موضوعات لکه د ښځو حقونه او د عدالت بدیل یا غیردولتی لارې چارې د دغه موضوعی برخې په چوکاټ کې، د څېړنې د تمرکز وړ دی. په دې برخه کې اوږدمهاله تجربه او تخصص، د افغانستان د څېړنې او ارزونې داسې یو مقام ته رسولی، ترڅو د دموکراسۍ د پوهاوی او درک او دا چې دغه اصطلاح افغان وګړو ته څه مانا لری، د یو ملی ډیالوګ او مباحثې لارښونه وکړی.

د طبیعی زیرمو مدیریت

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې، د طبیعی زیرمو د مدیریت په برخه کې، په افغانستان کې د کوکنارو د اقتصاد او اغېزې په تړاو یې مهمې څېړنې ترسره کړې دی. په اوبو پورې اړوند موضوعات په ځانګړې توګه په قوانینو، مقرراتو او مدیریت پورې یې اړوندې مسلې، زمونږ د وروستیو څېړنو د زیات تمرکز وړ بله موضوع ده. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې د کوچی ټولنی په تړاو څېړنې ترسره کړې، چې دغه چاره د دې جوګه ده، چې د چاپېریالی او د ځمکې د کارونې پالیسیو پورې اړونده څېړنه وګڼل شی. تمه کېږی، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د طبیعی زیرمو د مدیریت په تړاو څېړنه وکړی، د دې په لټه کې به وی، چې د چاپېریال ساتنې او همدارنګه کانونو او د کانونو د راایستنې پورې اړوندو موضوعاتو باندې تمرکز وکړی.

جنسیت

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره په افغانستان کې یو تر ټولو پېژندل شوی څېړنیز سازمان دی، چې په جنسیت پورې اړوند موضوعات څېړی؛ په دې توګه، په دې برخه کې زمونږ کار، د لوړو زده¬کړو موسسو، څېړونکو، افغان دولت او د پرمختیا د برخې کارپوهانو لپاره د سرچینې په توګه کارول کېږی. د نارینتوب په تړاو زمونږ څېړنې، د ښځو د ونډې او همدارنګه د دوی د مالکیت پورې اړوندو انګېرنو په تړاو له بېلابېل شالید څخه د نارینه و ترمنځ د خبرو، مباحثې او ډیالوګ لپاره، پاملرنې راکښل کړی دی.

ټولنیز خوندیتوب

د هغو اوږدمهالو همکاریو او څېړنو له لارې، چې په دې برخه کې د خوندی معیشتونو د کنسرسیوم ترڅنګ ترسره شوې، د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره د افغانانو د معیشتونو په تړاو د بحثونو او خبرو اترو په موخه د فضا جوړونې لپاره، پوره څیزونه ځانګړی کړی دی. په دې برخه کې زمونږ څېړنې، پر روغتیایی څانګه او همدارنګه زده¬کړې ته د ښځو د لاس رسی په برخه کې د چوپړو پر وړاندې کېدو متمرکز شوې دی؛ په ځانګړې توګه، د دې لامل په پام کې نېولو سره، چې هغوی د مالی مرستې له کموالی او د ناامنۍ له زیاتوالی سره مخ دی.

حقوقی څېړنې او د اساسی قانون بیاکتنه

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له ۱۳۹۲ کال راهیسې د ۱۳۸۳ کال اساسی قانون په تړاو څېړنه او رغنده بحثونه ترسره کړی دی، چې د حقوقی سکتور لپاره ډېره غوره او ارزښتناکه څېړنه ده. په دې توګه په دې برخه کې زمونږ څېړنې تر ډېره بریده د اساسی قانون پر بېلابېلو مادو او برخو او د دولت پر بېلابېلو برخو باندې یې پر اغېزو متمرکز شوې دی. د دغه موضوعی تمرکز له لارې، مونږ پر هغو برخو کتنه کړې، چې د افغانستان پارلمان، اداری بېلګې او لارې چارې، قضایی بیاکتنه او د اجرایی څانګې ارزونه په کې شاملېږی.

سیمه ایزه همکاری او د کډوالۍ پورې اړوندې څېړنې

مونږ د خپلو څېړنیزو ساحو په برخه کې، د سیمه¬ایزو همکارۍ موضوع ورزیاته کړه؛ ځکه افغانستان هڅّه کوی، چې له خپلو نژدې او لېرې ګانډویانو سره خپلې اړیکې ژورې کړې او همدارنګه په سیمه کې له سیاسی، اقتصادی او پرمختیائی پلوه له نورو سره ځان سیال کړی. هغه لارې چارې، چې سیمه¬ایز تعامل او همکارۍ په کې رامنځته او پلی کېږی، د نورو ترڅنګ، د خلکو پر خوځښت، د پرمختیا او ودې پر سیاسی اقتصاد او د کډوالۍ پر مدیریت به مثبتې اغېزې ولری. برسیره پر دې، د کډوالۍ د څېړنو عنصر، دې ته په پاملرنی سره، چې افغانان په نړېواله کچه د کډوالو دویمه ستره ډله جوړوی، رابرسېره شوې ده. له هغه ځایه، چې دغه هېواد له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې، د راستنېدونکو د سترو ډلو کوربه دی، په ورته وخت کې، د هغو کورنی بی ځایه شویو کسانو ستونزو ته د منځه وړلو او غبرګون له ننګونې سره مخ دی، چې د طبیعی پېښو، جګړو او اقتصادی لاملونو له امله له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوی دی. په دې توګه، د سیمه¬ایزو همکاریو سیالتوب او د کډوالۍ په برخه کې څېړنې، یو داسې چوکاټ چمتو کوی، ترڅو د دغو موضوعاتو خپل منځی او دوه اړخیزی اغېزې او هغه بېلابېلې برخې یې وڅېړل شی، چې یو بل سره غوڅوی.

x