کتابتون

تاریخچه

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې کتابتون، چې په افغانستان پورې ځانګړی توکی لری، له ۱۳۸۱ کال راهیسې فعال دی، ترڅو د دې ادارې له څېړنو سره مرسته وکړی. دغه کتابتون ته د لومړی ځل لپاره د قطبی اسیا د څیړنو ټولنې، چې تردې مخکې د افغانستان لپاره د بریتانیا د انسټیټوت (BIAS) په نامه یادېده، زیات شمېر کتابونه ډالی کړل. د افغانستان لپاره د بریتانیا د څېړنو انسټیټوت په اصل کې پر ۱۳۵۱ کال په کابل کې رامنځته شوه، چې هغه مهال د لرغون پیژندنې په تړاو یو شمېر څیړنیزې پروژې ترلاس لاندې ونیولې او له هغو بریتانوی څېړونکو سره مرستې کولې، چې په افغانستان کې د انسان پېژندنې او توکم پېژندنې په تړاو سیمه ایزی څیړنې ترسره کولې. کله چې پر ۱۳۶۰ کال دغه انستیتوت په افغانستان کې وتړل شو، نو اړوند کتابتون او نور توکی یې د ساتنې په موخه په کابل کې د بریتانیا سفارت ته ولیږدول شول. یاد انستیتوت پر ۱۳۸۲ کال هوکړه وکړه، چې د افغانستان او سیمې په تړاو نژدې ۳۰۰۰ ټوکه کتابونه او نور چاپی توکی، د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې کتابتون په واک کې ورکړی. د کتابونو د ورکړې یو عمده شرط دا و، چې د کتابونو دغه ټولګه باید د افغانستان په دننه کې وساتل شی، ترڅو ټولو څیړونکو ته د لاس رسی وړ وی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د یادې ادارې کتابتون ته د کتابونو د دغې ټولګې د لېږدولو په برخه کې د باب ناکس، کارلا گریسمن، نیکولاس سیمس – ویلیامز او جاناتن لی له دوامدارو هڅو څخه مننه کوی؛ د کتابونو دغه ټولګه اوس مهال په افغانستان کې د څېړونکو لپاره د لاس رسی وړ دی.
له ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۴ کلونو پورې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیس ډاکټر اندرو ویلدر د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) په مالی مرسته هوکړه وکړه، چې دغه اداره به یاد کتابونه ساتی، د ځای پرځای کولو لپاره کارکوونکی ګوماری او د پراختیا لپاره یې اړینه بودجه چمتو کوی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې اوس مهال د کتابونو دغه ټولګه ۲۰۰۰۰ کتابونو او دوره یی خپرونو لکه د افغانستان دولتی خپرونو، د افغانستان په اړه د مرستندویو او غیردولتی موسسو چاپی توکو او په افغانستان پورې د ملګرو ملتونو اړوندو خپرونوته وده ورکړې ده. دغه کتابتون، همدارنګه د رسمی جریدې په ګډون یو شمېر نه پیدا کیدونکی لیکنی (د ۱۲۹۹ کال راپه دې خوا د رسمی جریدې ګڼې، د افغانستان د سرشمېرنو پورې اړوند کتابونه، د افغانستان کلنی او د قوانینو ټولګې) لری.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې خپرونې په انګلیسی، دری او پښتو ژبو د هېواد په ټولو سیمو کې د کتابتونونو لپاره په وړیا توګه چمتو کېږی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره همدا راز په دې برخه کې د رائیس ویلز له لس کلن بې ساری هڅی او ژمنتیا څخه مننه کوی.”

د افغانستان د څېړنې او ارزونې له کتابتون څخه لیدنه وکړئ

له لارې د کتابتون له کارکوونکو سره اړیکه ونیسئ.

شهرنو، کابل، افغانستان له یکشنبې ورځی څخه تر پنجشنبې ورځی پورې، له ۹:۳۰ بجو څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پورې او له ۱:۰۰ بجی څخه تر ۴:۰۰ بجو

پورې (د روژې په میاشت کې له ۸:۰۰ بجو څخه تر ۱:۰۰ بجې پورې).

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې کتابتون په بشپړه توګه په انلاین بڼه د پلټڼې او د لاس رسی وړ دی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له کتابتون څخه د لیدنې پرمهال، تاسې کولی شئ انټرنیټ ته لاس رسی ولرئ او د توکو د فوټوکاپی له اسانتیاوو څخه ګټه واخلئ او پی. ډی. ایف فایلونه ترلاسه کړئ.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې کتابتون د عمومی رخصتیو په ورځو کې بند وی. له دغه کتابتون څخه هېڅ مواد او چاپی توکی د امانت په ډول نه ورکول کېږی. تاسې کولی شئ، د دغه برېښنالیک library@areu.org.af له لارې د کتابتون له کارکوونکو سره اړیکه ونیسئ.

x