حواله او اقتباسونه
په علمی ژورنالونو، کتابونو او نورو خپرونو کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې پر څېړنو او څېړنیزو کارونو باندې حواله ورکول کېږی. یادشوې شمېرې، د دې تصویر وړاندې کوی، چېرې چې په علمی خپرونو کې زمونږ پر څېړنو حواله ورکړ شوی او د ترلاسه کېدو او تعقیبولو وړ دی. خو په یو زیات شمېر حالتونو کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له څېړنو څخه ګټه اخیستل شوې او پرې ټینګار شوی، چې د تعقیبولو او ترلاسه کېدو وړ نه دی؛ لکه د څیړنیزی بنسټونو په راپورونو، دولتی او نړیوالو خپرونو او د غیردولتی موسسو په راپورونو کې.