موږ په کومو سیمو کې کار کوو

سویل

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، یو لړ موضوعاتو ته لکه په پارلمانی او د ولایتی شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو برخه¬اخیستنې، د اوبو مدیریت، د ځمکې پورې اړوندې اړیکې، جنسیت او سیمه ایزې کچې تصمیم نېونې ته په پاملرنی سره، د افغانستان په سویلی کې کار کوی.

سویل ختیځ

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، یو لړ موضوعاتو ته لکه ځمکې ته د کلیوالی ښځو لاس رسی او مالدارۍ، له کلیوالی ځمکو څخه د ګټه اخیستنې او ملکیت پر سر لانجې او تر کډوالی وروسته له خپلو ټولنو سره د افغان ځوانانو بېرته یوځای کېدو ته په پاملرنی سره، د افغانستان په سویل ختیځه سیمه کې کار کوی.

مرکزی سیمه

د افغانستان په مرکزی سیمو کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې یو لړ مهم په لاندې توګه دی: د نارینتوب په تړاو څېړنه او پر جنسیتی برابرولی یې اغېزې، د سیمه¬ایزو ادارو په تړاو یوه څېړنه، د جنسیت او اقتصادی غورا ویو په تړاو یوه څېړنه او د ټولنې پر بنسټ د شخړو د اوارۍ په تړاو یوه څېړنه.

ختیځ

د افغانستان ختیځې سیمې ته په پاملرنی سره، د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې خپرونې یو لړ موضوعات لکه سیاست او حکومتولی، د مالدارۍ لپاره بازازموندنه او کلیوالی معیشت تر بحث لاندې نیولی دی.

قطب

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، یو لړ موضوعاتو ته لکه د کوکنارو کرکیلې، په کلیوالی معیشتونو کې بدلون، د حکومتولی جوړښتونو او انتقالی عدالت ته په پام سره، د افغانستان په قطب کې کار کوی.

قطب ختیځ

د افغانستان په قطب ختیځ کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې څېړنیز کار، تر ډېره د ځمکې پر اجارې، د اوبولګولو سیستمونو، پر افغان ټولنو د تېرو او اوسنیو جنګی جنایتونو او له بشری حقونو څخه د سرغړونو اغېزې، د ۱۳۸۹ کال د ولسی جرګې ټاکنې او مالدارۍ باندې تمرکز لری.

قطب لویدیځ

د افغانستان په سویل لویدیځ کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې څېړنیز کار، تر ډېره د نشه¬یی توکو پر سوداګریزو سیستمونو، د پور ورکولو نارسمی لاروچارو، ښاری حکومتولی او مدیریت او د پوهنتونونو د زده¬کوونکو ترمنځ پر راډیکالیزم تمرکز لری.

x