
01 Sep د کار بازار، ټولنیزه نابرابری او د کابل خیاطان
Posted at 09:53h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | |
---|---|
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | سپتمبر 01, 2015 |
ټولټال مخونه | ۴ |
د لاسرسی وړ په | پشتو |
تشریح |
دا څېړنه په دې پوهاوی سره ترسره شوې، چې په ناامنو او ډینامیکو شرایطو کې د کار بازار څرنګه کار کوی. دغه چاره، د هغو ځوانو ښځینه او نارینه کارګرو، د تحلیلونو او تجربو پر مټ ترسره شوې، چې د افغانستان په پایتخت کابل ښار کې د خیاطی په څانګه کې پر کار بوخت دی. د افغانستان په ښاری سیمو کې، د نورو څانګو په پرتله په خیاطی کې، ډېر ښځینه کارکوونکې ګومارل شوې او همدارنګه خیاطی هغه څلورم سکټور دی، چې زیات ښاری نارینه پکې کار کوی. پر دې بنسټ، دغه څانګه، هغو څېړونکو ته یو ایډیال فرصت برابروی، چې د کار د بازار د جنسیتی اړخ په اړه تحلیل کوی. دغه څېړنه تر ډېره پر لاندې ټکو ولاړه ده: |