په افغانستان کې د کوچی – بزګر ترمینځ د شخړو څیړنه

په افغانستان کې د کوچی – بزګر ترمینځ د شخړو څیړنه

Back

برجسته ټکی

لیکوالان
د مقالی ډول لنډ
موضوع ټولنیز خوندیتوب
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اکتوبر 24, 2017
ټولټال مخونه ١٢
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
د کال ۲۰۱۶د دسمبر په میاشت کې، د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې د اروپا د اتحادیې له خوا تمویل شوې پروژه پیل کړه. په نوموړې پروژې کې طبیعی زیرمو د مدیریت په اړینو ساحو کې د درې اړخیزو څیړنو هڅې، د خوړو د زون پالیسی، ترځمکې لاندې اوبه، او د شخړو په برخه کې د ښکیلو اړخونو بدلیدونکې لیوالتیا چې د میشتو وګړو او کوچیانو ترمینځ شتون لری،» او په هغه کې د کوچیانو – بزګرانو په اړه د شخړو یوه برخه، شامله ده . پروژه د درې کلونو په موده کې پرانیستل کیږی او په مختلفو مرحلو کې به تنظیم شی. د پروژې ساحوی کار په ټول افغانستان کې ۱۶ موضوعی مطالعې په بر کې نیسی، چې د هغو له جملې څخه د۷ ساحوی کارونه په لومړۍ مرحله کې ترسره شوی دی. په دغو هڅو کې په کابل او ولایتونو کې د حکومت له کار کوونکو، د ټولنې له لارښونکو او د شخړو له لیدونکو سره مرکې هم شاملې دی. اوسنۍ لیکنه د لومړی مرحلې د لومړنیو موندنو لنډیز وړاندی کوی ، چې له اوو څیړنو څخه لاس ته راغلی دی. په راتلونکی کار کې به نه یوازې نهه نورې موضوعی مطالعې او د شخړو له لیدونکو سره ټولې مرکې، بلکې د اوو موضوعی څیړنو په موده کې اضافی مرکې هم شاملی دی چې اوسنی لومړنی لنډیز بشپړوی.

د پلټنې فلټر

to


x